د کابل- کندهار لويه لار بيارغونې ته جدي اړتيا لري

کلات (پژواک، ٢٤ وږى ٩٤): د کابل- کندهار د لويې لارې مسافرين، موټر چلوونکي او د زابل ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه لاره ډېره خرابه شوې چې له امله يې ترافيکي پېښې او د خلکو مرګ ژوبله زياته شوې ده.
د دوى په خبره چې پر دې لاره د بار وړونکو موټرو بې کنټروله تګ، د سړک د غاړې ماينونه، جګړې او طبيعي پېښې هغه عوامل دي چې سړک يې خراب کړی او د ترافيکي پېښو د زياتېدو لامل شوي دي.
د زابل چارواکي هم د خلکو دغه ستونزې پر ځای بولي او وايي چې د کابل- کندهار د لويې لارې د بيارغونې خبره يې د افغانستان د ټولګټو چارو له وزارت سره شريکه کړې او هيله لري چې بوديجه به ورته ځانګړې شي.
د زابل د شاه جوى ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدالله پژواک اژانس ته وويل چې هره ورځ د کابل- کندهار پر لويه لاره يوه کوچنۍ يا لويه ترافيکي پېښه رامنځ ته کېږي.
د نوموړي په وينا، حکومت له پيله پر دې لاره د چلېدونکو باربري موټر تګ راتګ کنټرول نه کړ او د هر چا چې څومره زړه و، موټر يې بار کړ چې په پايله کې يې سړک خراب شو.
د ده په خبره چې اوس د کلات او شاه جوى تر منځ سړک کې سم لښتي جوړ شوي او د موټر تګ راتګ په کې سخت دی.
د عبدالرحيم په نوم د زابل يو بل اوسېدونکي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې امنيتي پېښې د سړک د خرابېدو بل لامل دى.
هغه وايي د سړک پر غاړه وسله وال طالبان افغان ځواکونو ته ماينونه ږدي چې د چاودنې له امله يې سړک وران شوی او د ترافيکي پېښو د زياتوالي لامل کېږي.
د ده په خبره، چې پر سړک د وسله والو له خوا د لويو موټرو سوځېدو هم سړک زيانمن کړى دى.
د زابل په ساحه کې د کابل- کندهار د لويې لارې لس کيلومتره سړک د تېر کال په وروستيو کې د دولت له لوري بېرته ورغول شو خو د سيمې اوسېدونکي او د لويې لارې موټر چلوونکي وايي چې لا زيات کار ته اړتيا شته.
د عبدالجبار په نوم يوه تن چې د کابل- کندهار پر لويه لاره ټېلر موټر چلوي پژواک اژانس ته وويل چې د لارې خرابوالي دوى ته زياتې ستونزې جوړې کړې دي.
 نوموړي وايي چې سړک جوړ و، نو دوى به له کندهاره کابل ته په لس ساعته کې رسېدل خو اوس ورباندې دوې يا درې ورځې لګېږي.
د ده په خبره، که دولت د سړک د بېرته جوړولو غم ونه خوري نو کېدای شي ډېر ژر دغه ستونزه نوره هم پراخه شي، ځکه هره ورځ د امنيتي پېښو له امله نورې ساحې ورانېږي.
د محمدکريم په نوم يوه بل موټر چلوونکي پژواک ته وويل چې د لويې لارې خرابوالي له امله ترافيکي پېښې زياتې شوې او ډېرى مهال بار وړونکي موټر چپه کېږي.
هغه زياته کړه چې د لويې لارې په اوږدو کې په زيات شمېر لوى پلونه چې ترې لاندې لويې کندې او ويالې تېرې شوې نړول شوي او موټر ورباندي تګ راتګ نه شي کولى.
د ده په وينا، کله چې بار وړونکي موټر له ويجاړو پلونه څنګ ته له کندو او ويالو اوړي چپه کېږي او چلوونکو ته دروند اقتصادي تاوان رسوي.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حق بيان هم د لويې لارې خرابوالى د مسافرو او بار وړونکو موټرو لپاره ستره ستونزه بولي او له دولته يې د حل لپاره د بېړني اقدام غوښتنه کوي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((موږ هره ورځ پر لويه لاره د ترافيکي پېښو شاهدان يو چې عمده علت يې د لاري خرابوالى دی.))
هغه زياته کړه، پر لويه لارو د ترافيکي نښو نه شتون هم د موټرو د ټکر او چپه کېدو لامل کېږي ځکه چلوونکو ته نه معلومېږي چې کوم ځای سم او کوم خراب دی.
د زابل ولايتي چارواکي وايي، د کابل- کندهار د لويې لارې ستونزه يې جدي نيولې او په کابل کې يې له وزارتونو سره شريکه کړې ده.
د زابل والي انورخان اسحاقزي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې تېره اوونۍ يې په کابل کې د فوايد عامې وزارت له وزير سره په ليدنه کې دغه ستونزه ياده کړې ده.
نوموړی وايي، له وزير څخه يې غوښتنه وکړه چې د لويو لارو د ورانو شوو برخو د بېرته جوړولو په برخه کې پاملرنه زياته کړي نو وبه ګورو چې څه کېږي.
د کابل- کندهار لويه لاره چې ۱۸۷ کيلومتره يې له زابل څخه تېرېږي په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې د امريکا د متحده ايالاتو، جاپان او سعودي عربستان په مالي مرسته جوړه شوه خو د کيفيت د ټيټ والي، امنيتي پېښو، درنو بار وړونکو موټرو او طبيعي پېښو له امله اوس ډېره زيانمنه شوې ده.
پر دغې لويې لارې هره مياشت د ترافيکي پېښو له امله سلګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي .

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.