۶۷- حاجی محمد داوود اساس:
انتخابي سناتور
 
حاجي محمد داوود اساس د حاجي عبد الرحمن زوى ، چې په ١٣٥٢لمريز کال کې د زابل ولايت په مرکز کې زيږيدلى دى.تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې لري، مخکې د يوې ساختماني کمپنۍ رييس و.
 
د اړيکو شمېرې:0706060035-0707492977
 
 
۶۸-  ډاکټرزلمی زابلی:
انتخابي سناتور
 
ډاکټر زلمى زابلى د حاجي عبد الرشيد زوى، چې په ١٣٤٤لمريز کال کې د زابل ولايت مرکز کلات ښار کې زيږيدلى دى.هغه په طبي علومو کې ماسټري لري، نوموړي تراوسه له انګليسي څخه پښتو ته ډيکشنري، طبي اصطلاحات، د عمومي جراجۍ کتاب ژباړه له انګليسي څخه پښتو ته او نور کتابونه تاليف کړي دي.
زابلى مخکې د کندهار د ٢٠٠بستريز روغتون د رييس، د زابل د عامې روغتيا رييس، د زابل د متحده قومونو دشورا د رييس او د توخي د قوم د رييس په توګه دندې ترسره کړې دي.
 
د اړيکې شمېره :0706884753
 
۸۰- حاجی محمدحسن هوتک:
انتصابي سناتور
حاجي محمد حسن د شېريعقوب خان زوى، چې په ١٣٣٢لمريز کال کې د زابل ولايت شينکۍ ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.تر څوارلسم ټولګي پورې يې زده کړه کړې ، د ښوونکي، سرښوونکي او مستوفي په توګه يې دندې ترسره کړې دي.نوموړى پخوا په زابل کې د حزب اسلامي د جبهې امر و.
 
د اړيکې شمېره : 0700353124