کلات ( پژواک ٢٧ زمرى ٩٢ ) : د زابل ولايت چارواکي وايي ، چې په تېرو لسو کلونو کې ددې ولايت په بېلابېلو برخو کې د بيارغونې په برخه کې پراخه کارونه ترسره شوی، خو اوسېدونکي يې بيا ترسره شوي کارونه لږ ګڼي او وايي ، چې د بيارغونې بهير بايد ولسواليو ته هم وغځول شي .
چارواکي وايي، چې په تېرو کلونو کې د بيارغونې د پروژو په تطبيق سره د عامو خلکو په ژوند کې ژور بدلونونه رامنځ ته شوي او هم خلکو ته کار پيدا شوی و.