١- حاجي عبدالرحمن :
حاجي عبدالرحمن د شيخ يعقوب زوى، چې په ١٣٤٤ لمريز کال کې د زابل په شينکۍ ولسوالۍ کې زېږېدلى  . هغه په خپله سيمه کې  تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې  کړي،لوړې زده کړې نه لري، پخوا ښوونکى و. له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري. په تېره دوره کې هم وکيل و.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٣٨٢٦٥٦
٢- فوزيه:
فوزيه د عبدالستار لور، چې په ١٣٥١ لمريز کال کې په کابل ښار کې زېږېدلې ده، په کابل کې يې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي . له کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري. په تېره دوره کې هم وکيله وه.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٠٠٣٧٠٢٩٥
٣ - حاجي هاشم:
حاجي هاشم د عبدالحليم زوى، چې  په ١٣٤٢ لمريز کال کې په شهر صفا ولسوالۍ کې زېږېدلى . نوموړي تر نهم ټولګي پورې زده کړې کړي، د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري. هغه په تېره دوره کې هم وکيل و او پخوا قومي مشر او جهادي قوماندان پاتې شوى دى.
د اړيکو شمېره: ٠٧٠٠٣٠٠٠٨١٦
٤- زر بي بي:
زربي بي د عبدالحنان لور، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې په کلات ښار کې زېږېدلې ده. نوموړې تر  دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړي ، پخوا د سرې مياشتې روغتيايي کارکوونکې وه. په کوم ګوند پورې تړاو نه لري .  په تېره دوره کې هم وکيله وه.
د اړيکو شمېره:  ٠٧٠٧٣٠١٥٧٩
٥ - حاجي درمحمد قيام:
 حاجي درمحمد قيام د حاجي اختر محمد زوى، چې ۵۲ کاله عمر لري د زابل ولايت په مرکز کلات ښار کې زېږېدلی، خپلې زده کړې يې په شيخ متي لېسه کې په ۱۳۶۲ لمريز کال کې بشپړې کړي .  او د لومړي ځل لپاره ولايتي شورا ته کامياب شوى دى.
د اړيکو شمېره:   ٠٧٠٠٣٥٠٤٥٤
٦- حاجي اسدالله کاکړ:
حاجي اسدالله کاکړ د حاجي عبدالغني زوى، چې ۳۷ کاله عمر لري او د کلات ښار د هواشناسي په کلي زيږېدلی ، خپلې زده کړې يې تر  دوولسم ټولګي په شيخ متي لېسه کې په ۱۳۷۵ کال بشپړې کړي . د لومړي ځل لپاره ولايتي شورا ته کامياب شوى دى.
 د اړيکو شمېره :   ٧٠٨٠٠٦٣١٧
٧- محمد داوود ګلزار:
محمد داوود ګلزار د حاجي زلمي ګلزار زوى، چې ۳۷ کاله عمر لري ، د زابل ولايت د شينکۍ ولسوالۍ د سيوري سيمې اصلي اوسېدونکى دى ، چې  په ۲۰۱۳ کال کې د کابل د باختر خصوصي پوهنتون د حقوقو له پوهنځي  فارغ شوى دى.
د اړيکو شمېره:   ٠٧٠٠٠٠٠٢٣٧
٨ - محمد عمر عمري:
محمد عمر عمري د وزير محمد زوى، چې  ۴۲ کاله عمر لري، د زابل د شاه جوى ولسوالۍ اوسېدونکی دی ، په ۱۳۶۹ کال کې د شيخ متي لېسې له  دوولسم ټولګي څخه فارغه شوی دى.
د اړيکو شمېره:   ٠٧٠٠٣٦٤٦٢٧
٩- حاجي عطاجان:
حاجي عطاجان د حاجي امان الله زوى، چې  ۲۸ کاله عمر لري ، د زابل د مرکز کلات اوسېدونکی دی ، تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې  دکابل په حبيبيه لېسه کې بشپړې کړې دي.
د اړيکو شمېره :   ٠٧٧٧٦٧٧٧٧٧