محمد اشرف ناصري  د حاجي عبدالله خان زوې د پکتيا ولايت د سيد کرم ولسوالۍ اوسېدونکى دى ،چې په ١٣٤١ لمريز کال کې زېږېدلى دى.
ناصري لومړۍ زده کړې پخپلې پلرنۍ سيمه کې ترسره کړي  او د کابل پوهنتون د ساينس له پوهنځي څخه يې دليسانس سند ترلاسه کړى دى.
د مهاجرت پر مهال نوموړي په دعوت او جهاد پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده.
هغه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په بېلابېلو ادارو کې د دندو ترسره کولو ترڅنګ د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سلاکار، د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې وزارت د پاليسۍ د کمېټې د غړي ، د ولسمشر حامد کرزي د سلاکار، د پکتيا او بادغيس ولايتونو د والي په توګه دندې ترسره کړې دي.
هغه له ٢٠٠٩ زېږديز کال راهيسې د زابل د والي په توګه دنده ترسره کوي. ناصري پخوا د استاد سياف په مشرۍ د اتحادي اسلامي ګوند غړى و. نوموړى په پښتو، دري، انګليسي او عربي ژبو پوهېږي.