٢٣٧-حميدالله توخى :
د زابل دخلکو استازى –رايې :٢٧٩٥
الحاج حميدالله توخى د اميرطلا زوى، چې  په ١٣٤١ لمريز کال د زابل په مرکز کې زېږېدلى دى .نوموړى په ١٣٥٧لمريز کال  دشيخ متي بابا له لېسې فارغ او دمجاهدينو له ليکو سره يو ځاى شو. نوموړي له ١٣٨١ لمريز کال نه تر ١٣٨٣ لمريز کال پورې دزابل د والي په توګه دنده اجرا کړې  او ورپسې درې  مياشتې د ميدان وردګو ولايت والي و. دى د ولسي جرګې په تېره دوره کې هم د زابل دخلکو استازى و او اوس هم له زابل څخه ددغه جرګې غړى دى .
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۱۹۹۹۹
٢٣٨-زهرا توخي زابلي :
دزابل دخلکو استازې-رايې: ٧٥٦
زهرا توخي زابلي په ١٣٤٧ لمريز کال په کلات کې زېږېدلې ده. نوموړې په ١٣٦٥ لمريز کال کې د زابل له بي بي خاله لېسې څخه فارغه شوې او په ١٣٨٤ لمريز کال کې يې  د ليسانس سند دقزاقستان پوهنتون له طب څانګې څخه تر لاسه کړى دى .
زهرا له يو کال تدريس وروسته له ١٣٦٦ لمريز کال نه تر ١٣٦٧کال پورې د زابل د ښځو شورا د رييسې په توګه دنده اجرا کړې او وروسته بيا د ډاکټر نجيب الله دحکومت پرمهال د ولسي جرګې غړې وه. نوموړې د جګړو پرمهال پاکستان ته کډواله شوه  او په ١٣٨٤ لمريز کال هېواد ته راستنه او د ولسي جرګې په ١٦مه ( اوسنۍ ) دوره کې د خلکو د استازې په توګه وټاکل شوه .
د اړيکې شمېره : ۰۷۰۰۲۶۶۳۰۰
٢٣٩-عبدالقادرقلاتوال :
د زابل دخلکو استازى – رايې : ٧٣٥
عبدالقادر قلاتوال د وکيل محمدجان زوى، چې  په ١٣٤٣ لمريز کال د زابل په مرکز کلات کې زېږېدلى دى. نوموړى په ١٣٤٣لمريز کال کې د شيخ متي بابا له لېسې  فارغ او دليسانس سند يې په ١٣٧٤ لمريز کال د کابل پوهنتون له ژورناليزم پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى .
نوموړي تر فراغت وروسته لاندې دندې هم اجرا کړې دي :
-د زابل دسيمه ييز راډيو تلويزيون مسوول ( ١٢٦٢تر ١٣٦٦) پورې
-دمخابراتو دتحصلي رياست د روبده دستګاه مسوول (١٣٦٦تر ١٣٧١)پورې
-په نړيوالو سازمانونو کې مسووليتونه او مديريتونه (١٣٧١ تر ١٣٨٠ ) پورې
-دمخابراتو د ټېلېفونونو دترميم مسوول(١٣٨٠ تر ١٣٨٥) پورې
-دملي راډيو تلوېزيون دويندويانو دمديريت غړى( ١٣٨٦ لمريز)
-دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت ددفتر رييس ‎، وياند او عامه اړيکو مسوول (١٣٨٦تر ١٣٨٩ لمريز ) پورې.
نوموړى اوس مهال د ولسي جرګې په ١٦ دوره کې د زابل دخلکو استازى دى .