زابل د مرکز کلات ښار په ګډون ١٢ اداري واحدونه لري.
١-کلات ښار:
کلات ښار د کابل – کندهار پر لويه لاره پروت دى، ددې ولايت ډېرى خلک په همدې ښار کې اوسېږي، ورځنۍ چارې يې همدلته روانې دي. د غير رسمي شمېرو له مخې په دې ښار کې شاوخوا ٤٠ زره تنه وګړي اوسېږي. کلات تاريخي ښار دى ، شيخ متي بابا زيارت دلته دى، د کلات دغونډۍ پر سر خښ دى او دلته يوه چينه هم بهيږي. د ترنک مشهور سيند هم په دې ښار کې بهيږي، د نازو توخي له مغلو سره په دې ښار کې جګړه کړې وه. ددې ښار خلک په دوکاندارۍ او سوداګرۍ بوخت دي ، لږ خلک يې په کرنه او مالدارۍ لګيا دي.
٢-شينکۍ:
دا ولسوالۍ د مرکز ترينکوټ ښار سوېل لوري ته  په   ٢٥ کيلومترۍ کې پرته ده، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره ۲۸،۳۴۴زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٣-شهرصفا:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل لوري ته دکابل – کندهار پر لويه لاره ٢٠ کيلو متره لرې  پرته ده، د اټکل له مخې، په دغې ولسوالۍ کې د مېشتو خلکو شمېر ۲۱،۱۶۲ وګړو ته رسېږي . خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٤-ميزان:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته په  ٢٥ کيلو مترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره نږدې ١٤ زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٥- داى چوپان:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته  په ٣٤ کيلومترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره نږدې ١٤ زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٦- اټغر:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته  په ٩٠ کيلو مترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې اوه کاله مخکې د وګړو شمېره څه کم ١٤ زره تنه اعلان شوې وه. ، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٧-شملزي:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار ختيځ لوري ته  د ډيورنډ پولې ته څېرمه په  ٧٥ کيلو مترۍ کې پرته ده، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره ۳۳،۳۵۱زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٨-نوبهار:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته په ٧٠ کيلو مترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره نږدې ٢٢ زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
٩-شاه جوى:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار شمال ختيځ لوري ته  په ٣٥ کيلو مترۍ کې پرته ده، د اټکل له مخې يې د مېشتو خلکو شمېر ۷۱،۳۴۸ وګړو ته رسېږي ، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
١٠- ارغنداب:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته  په ٣٥  کيلو مترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره نږدې ١٤ زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
١١- خاک افغان:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته  په  ٤٠  کيلو مترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره نږدې ١٤ زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.
١٢- سيوري:
دا ولسوالي د مرکز ترينکوټ ښار سوېل ختيځ لوري ته  په  ١٥   کيلو مترۍ کې پرته ده ، د اټکل له مخې يې د وګړو شمېره نږدې ١٤ زرو تنو ته رسېږي، خلک يې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي.