د کندهار خلکو هم په تذکره کې د اسلام او افغان کلمو په ننګه لاريون وکړ

کندهار (پژواک، ٢٢ وږى ٩٤): د کندهار سلګونو اوسېدونکو په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو ليکلو په ملاتړ احتجاجي غونډه او بيا لاريون وکړ.
دغه احتجاجي غونډه او لاريون د کندهار ښار په احمدشاهي لوبغالي کې جوړ شوي وو چې په کې د کندهار ښار او ولسواليو سلګونو عامو اوسېدونکو، قومي مخورو، د مدني ټولنې غړو، د ولايتي شورا استازو او نورو ګډون کړى و.
د کندهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو، قومي مشرانو غونډې ته په خپله وينا کې پر حکومت غږ وکړ چې په برېښنايي تذکرو کې دې د اسلام او افغان کلمې وليکل شي؛ ځکه دا اوس د ټول ولس غوښتنه ده.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حميدزي لالي وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې په ټول هېواد کې خلک لاريونونه کوي او په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمې ليکل غواړي.
هغه وويل حکومت بايد د خلکو دې غوښتنو او اندېښنو ته ځواب ووايي او نور چوپ پاتې نه شي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل، په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کلمو ليکلو په اړه ټول خلک يوه خوله دي او هغوى ته له دې پرته تذکرې د منلو وړ نه دي.
هغه هم پر حکومت غږ وکړ چې دغه ستونزه هواره کړي او د خلکو غوښتنو ته پام وکړي.
په مشرانو جرګه کې د کندهار پخواني سناتور بسمل الله افغانمل هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل د اساسي قانون له مخې دا د خلکو حق دى چې په تذکرو کې يې بايد د اسلام او افغان کلمه وليکل شي.
له غونډې وروسته برخه والو پراخ لاريون وکړ چې د ملي بيرغونو تر څنګ يې د اسلاميت او افغانيت په ننګه بېلابېل شعارونه له ځانونو سره لېږدول.
"پر هويت معامله او سودا نه منو "، "زه افغان يم"، "استعماري پلانونه شنډوو" او ورته نور هغه شعارونه وو چې لاريونيانو بدرګه کوله.
د لاريون کوونکو له ډلې يوه ځوان محمد موسى پژواک اژانس ته وويل، نن د کندهار ټول خلک راوتلي او د دې لپاره يې لاريون کړى چې په برېښنايي تذکرو کې د اسلام او افغان کليمې ليکلو ننګه او ملاتړ وکړو.
دى وايي، دا د ولسمشر او اجراييه رييس دنده ده چې د خلکو غوښتنې ومني، څو په برېښنايي تذکرو کې اسلام او افغان کليمې وليکل شي.
هغه وويل، که غوښتنې يې و نه منل شي، نو د هغوى دغه راز لاريونونه به دوام پيدا کړي.
د نفوسو د احوالو د ثبت قانون طرحه تېر کال په ليندۍ مياشت کې د ملي شورا له لوري تصويب شوه او له هغه وروسته بيا د ولسمشر له لوري توشېح شوه، خو د ملي شورا، مدني بنسټونو او ګوندونو يو شمېر غړو په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمې د ليکلو چې د ياد قانون پر بنسټ وېشل کېږي، غوښتنه کړې ده.
خو يو شمېر کسانو ويل چې پر تذکرو باندې بايد د افغانستان اسلامي جمهوريت وليکل شي او دا کلمه څرګندوي چې دا تذکره د يوه افغان ده.
تر دې وړاندې په تذکره کې د افغان او اسلام کلمو د ليکلو په ننګه په کابل، ننګرهار، کونړ، بلخ، پکتيا، غزني، زابل، هلمند او ځينو نورو ولايتونو کې لاريونونه شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.