فېروزکوه ( پژواک، ٩ تلې ٩٤): دوو قومونو له شپږو کلنو شخړو او جګړو او له دواړو غاړو نه د ١٣٠ کسانوتر وژل کېدو وروسته، سوله وکړه.
يادو دوو قومونو نن د ولايتي شورا په دفتر کې له جګړې لاس په سر شول او سوله يې وکړه.
د ولايتي شورا غړي فضل الحق احسان نن پژواک خبري اژانس ته وويل،چې رضا او تايمني قومونه په دولينه ولسوالۍ کې مېشت دي، هغه زياته کړه چې د يادو تلفاتو تر څنګ له دواړو خواو څخه لسګونه کسان ټپيان شوي دي، شاوخوا زر کورنۍ بې ځايه شوي دي او شل ميليونه افغانۍ زيان ورته اوښتى دى.