په هلمند کې طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

لښکرګاه- ښرنه (پژواک، ٨ تله ۹۴): په هلمند ولايت کې د داعش او طالب وسله والو تر منځ نښته شوې چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې بلخوا په پکتيکا ولايت کې څلور پوليس وژل شوي دي.
د هلمند امنیه قوماندان مل پاسوال نبي جان ملاخېل د وږى په ٨مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې پرون د کجکي ولسوالۍ په ده بابا، لوړه نيچه، اډه او ځينو نورو سيمو کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړې شوې ده.
هغه وايي چې په دې نښو کې تر اوسه شپږ د داعش ډلې غړي وژل شوي، څلور نور ټپيان دي او يو شمېر نور ژوندي نيول شوي دي.
ده زياته کړه چې په دې جګړه کې دوه طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
نوموړى وايي: ((که څه هم دغه جګړه د دولت په ګټه ده، خو ستونزه دا ده چې په دې سیمه کې مېشت عام ولس ترې متضرر کېږي، مرګ ژوبله ورته اوړي او اړ کېږي چې ګډې وکړي.))
د ملاخېل د معلوماتو له مخې، په کجکي کې د طالبانو او داعش مشران شتون نه لري او جګړه له نورو هېوادونو رهبري کوي.
د هلمند د ولايتي شورا غړي او د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمجيد اخند زاده پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې دوه ورځې وړاندې د برېښنا او ترانسپورت د عوايدو پر سر د طالبانو او داعش ډلې تر منځ جګړه پيل شوې ده.
ده هم وويل چې په ياده جګړه کې طالبانو او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.
اخندزاده زياته کړه: ((حکومت بايد له دې حالت څخه ګټه پورته کړي تر څو په دې سيمه کې امنيت ټينګ شي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په دې سيمه کې د داعش مشري ملا سيدولي کوي چې پخوا د طالبانو د ميرويس ډلې مشر و.
دا په داسې حال کې ده چې د لومړي ځل لپاره د روان ميلادي کال په لومړيو کې د طالبانو د ډلې يوه غړي ملا رووف خادم له طالبانو جلا او په  دې ولسوالۍ کې يې د داعش په نوم فعاليت پيل کړ.
خو ملا رووف خادم بيا د تېرې فبرورۍ مياشتې په لومړيو کې د بهرنيو ځواکونو په هوايې بريد کې له پنځو ملګرو سره يو ځاى ووژل شو.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، د پکتيکا په جاني خيلو ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله څلور پوليس وژل شوي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا مشر افسرخان سليمانخېل پژواک ته وويل چې تېره ورځ د دې ولسوالۍ د جمجمې په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې څلور پوليس وژل شوي او وسلې يې د طالبانو لاس ته ورغلې دي.
د جمجمې کلي اوسېدونکي محمداکبر پژواک ته وويل چې تېر ماښام هغه مهال د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه چې له کلي څخه ولسوالۍ ته پر لاره و.
هغه زياته کړه: ((په موټر کې څلور پوليس وو او څلور واړه وژل شوي دي.))
د پکتيکا امنيتي چارواکو او وسله والو طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.