ولايتي شورا: لوګر کې د صنعتي ښارګوټي لپاره ځمکه نه ده ورکړل شوې

پل علم ( پژواک،۹تله ۹۴): د لوګر ولايتي شورا وايي چې د دوه کلونو په تېرېدو سره سيمه ييز چارواکي په دې نه دي توانيدلي چې د صنعتي ښارګوټي د جوړونې په موخه ځمکه د ايسا ادارې په واک کې ورکړي.
د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي د تلې په ٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوه کاله وړاندې له پانګونې د ملاتړ ادارې(ايسا) او د ولايت د سيمه ييزو چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه چې د صنعتي ښارګوټي د جوړونې لپاره ٥ سوه جريبه ځمکه په محمد اغې ولسوالۍ کې ايسا ته ورکړل شي.
خو ستانکزى وايي چې تر اوسه ياده ځمکه له پانګونې د ملاتړ ادارې ته نه ده ورکړل شوې چې صنعتي ښارګوټي په کې جوړ کړي.
نوموړی وايي : (( ما د ايسا له مشر سره ددې ښارګوټي د کارونو د پيل په اړه  خبرې کړي خو هغه راته ويلي چې لومړی بايد د ځمکو د اراضي اداره دغه ځمکه زموږ په واک کې راګړي ، نو بيا به ددې پارک کارونه پيل کړو.))
د ستانکزي په وينا، ايسا اداره د لوګر د صنعتي ښارګوټي د بېلابېلو برخو د جوړونې لپاره بوديجه په واک کې لري، خو د جوړونې لپاره يې ځمکه نه ده ورکړل شوې.
ده وويل : (( د لوګر د صنعتي ښارګوټي بوديجه هيڅ بل ولايت ته نه ده ورکړل شوې او د ايسا چارواکو هم راته ويلي چې دغه پيسې بل ځاى نه لګوي.))
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې يو شمېر کسانو ويلي و چې له پانګونې د ملاتړ ادارې د لوګر ولايت د صنعتي ښارګوټي بوديجه بل ولايت ته انتقال کړې ده.
ده له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې هرڅه ژر په لوګر کې د صنعتي ښارګوټي د جوړېدو په موخه د ځمکې د ورکړې فرمان صادر کړي.
دغه راز د پل علم د سيمه ييزې شورا مشر حاجي داوود مېلمه پژواک ته وويل چې د ياد شوي صنعتي ښارګوټي د جوړونې په برخه کې حکومتي چارواکو بې پروايي کړې ده.
هغه وويل : (( که چېرې صنعتي ښارګوټی جوړ شي او زموږ ملي پانګوال په کې پانګونه وکړي، نو دا کار به زموږ د ولايت لپاره يو نوی پيل وي ، ورسره به ددې ولايت وزګارو ځوانانو ته کار هم پيدا شي.))
دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح هم وايي چې د لوګر ولايت د صنعتي ښارګوټي بوديجه بل هيڅ ولايت ته نه ده انتقال شوې.
هغه زياته کړه : (( د ولايت مقام په دې اړه له ايسا سره خبرې کړي او هغوى هم ژمنه کړې چې د لوګر د صنعتي ښارګوټي دوه ميليونه ډالره به هيڅ بل ولايت ته نه انتقالوي.))
دى وايي چې د ياد شوي ښارګوټي په برخه کې د شته ستونزو د هواري لپاره هلې ځلې روانې دي.
ده وويل چې په لوګر کې د صنعتي ښارګوټي جوړيدل د اقتصادي برخې ترڅنګ پر امنيتي چارو هم رغنده اغيز لرلى شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.