Add new comment

طالبان د موسى کلا له مرکزي سيمو ايستل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۸ وږی ۹۴): د هلمند چارواکي وايي چې د دغه ولايت په موسى کلا ولسوالۍ کې يې د پوځي عملياتو په ترڅ کې طالبان له مرکزي سيمو شا تګ ته اړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ د نيولو ادعا کړې وه.
خو د هلمند والي ميرزا خان رحيمي د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې امنيتي ځواکونو په موسې کلا ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات کړي دي.
هغه وايي چې د دغو عملياتو پر مهال طالبان د موسى کلا ولسوالۍ له مرکزي سيمو پر شا شوي دي.
د رحيمي په وينا، د دغو عملياتو په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته درنه مرګ ژوبله هم اوښتې او ډېر ژر به د موسى کلا ولسوالۍ ملکي ادارې بېرته خپلې چارې پيل کړي.
نوموړي زیاته کړه: ((په دغو عملیاتو کې چې  اوس هم په موسی کلا کې دوام لري، ټول افغان ځواکونه دي، کومانډو او افغان هوایې ځواکونه يې هم مرسته کوي او هغه ګواښ به له منځه ولاړ شي چې له وړاندې موجود و.))
دغه راز د ۲۱۵ میوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي هم پژواک ته وویل چې امنيتي ځواکونو د موسى کلا ولسوالۍ ډېرې سيمې بېرته نيولې دي.
هغه زياته کړه: ((په ډېرو سيمو کې طالبان تر لږ مقاومت وروسته پر شا شوي دي.))
خو بلخوا د هلمند د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې اوس هم په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د هلمند د ولايتي شورا غړي او د کجکي ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالمجید اخندزاده پژواک ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه وايي چې وسله والو طالبانو په کجکي امنيتي ځواکونه کلابند کړي او د خوراکي توکو له ستونزو سره هم مخ دي.
ده وويل چې د کجکي په جګړه کې تر اوسه يواځې ٢٥ د ملي اردو سرتېري وژل شوي چې د اتلسو تنو جسدونه يې د سره صليب په مرسته انتقال شوي دي.
خو د هلمند والي رحيمي بيا وايي چې تر دوه ورځې جګړې وروسته اوس په کجکي کې امنيتي حالات بېرته سم شوي دي.
هغه وايي چې امنيتي ځواکونه اوسمهال د خوراکي توکو او يا هم د مهماتو له کمښت سره مخ نه دي.
رحيمي وايي چې په کجکي يواځې څلور سرتېري وژل شوي او تر پنځوسو ډېرو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هغه په وينا چې ډېر ژر به د کجکي او لښکرګاه تر منځ غځېدلې لار هم د ترافيکو پر مخ بېرته خلاصه شي.
د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول هم وويل: ((په کجکي کې جګړه شته خو د اندېښنې وړ نه ده ځکه چې طالبان کمزوري دي او د ولسوالۍ د نیولو خوب به يې رښتیا نه شي.))
وسله والو طالبانو د کجکي او موسى کلا ولسواليو په اړه څه نه دي ويلي خو زياته کړې يې ده چې تېره ورځ طالبانو د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر موټرو بريدونه کړي دي.
طالبان وايي چې د يادو بريدونو په ترڅ کې څلور امنيتي سرتېري وژل شوي دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.