کندوز (پژواک ١٢ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ښار د ملي امنيت رياست او بالاحصار يې د وسله والو له شتون پاک کړي او د وسله والو له وجود څخه د ښار پاکونې په موخه کور په کور تلاشي دوام لري.
په شمال زون کې د ملي اردو د کومانډو د لومړۍ لوا وياند جاوېد سليمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد عمليات پرون شپه دوه بجې پيل شول او په ترڅ کې يې نن د ملي امنيت رياست او بالاحصار د طالبانو له وجود پاک شوي دي.
هغه وايي، د عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کومانډو ځواکونه له پلان سره سم په مخ روان دي.