Add new comment

Corrupt officials to face music: Kunar governor

اسعداباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د کونړ والي وايي، څوک چې فساد کوي له هغوى سره به قانوني چلند وکړي.
وحيدالله کليمزى دغه څرګندونې د دغه ولايت د ولسوالانو ، ولايتي شورا غړو، سولې شورا،د ولايت د مرکز او ولسواليو له پرمختيايي او ټولنيزو شوراګانو سره په ګډه جوړې شوې مشورتي غونډه کې کې وکړې.
هغه زياته کړه، هر هغه څوک چې له دولت او ولس سره خيانت کوي او ګډوډيو ته لار هواروي، قانوني چلند به ورسره شي.
د نوموړي په وينا، امنيتي او کشفي ارګانونو ته يې دندې سپارلې چې څو هغه کسان چې په فساد، دولت او ولس ته په خيانت تورن وپېژندل شي، د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د کونړ والي د پرمختيايي شوراګانو له  غړو او مسوولينو او همدارنګه له قومي مشرانو او ديني عالمانو وغوښتل چې د امنيت په تامين او د فساد په له منځه وړو کې له حکومت سره مرسته او  همکاري وکړي.
هغه وايي، د ولايت مقام، ولايتي شورا او سولې شورا مسوولينو پرېکړه کړې چې د کونړ ولايت په ټولو ولسواليو کې به له قومي مشرانو ، ديني عالمانو او ځوانانو سره غونډې وکړي ترڅو په دغه ولايت کې د امنيت او فساد پر وړاندې شته ګواښونه له منځه يووړل شي.
د ولايتي شورا مرستيال جمال  الدين سيار بيا په دې غونډه کې له والي وغوښتل، هغه خلک په ګوته کړي چې دواړه غاړو ته ګټې  لري، هم له دولت سره وي او هم له وسله والو مخالفينوسره.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.