د ولايتي شوراګانو ټاکنې

لښکرګاه(پژواک،٣لړم۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په مرکزي سيمو کې جګړه د مهار کېدو په حال کې ده ، خو د ولايتي شورا مشر وايي چې دې جګړې ته بايد جدي پاملرنه وشي.
څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند مرکز لښکرګاه پر باباجي سيمې او د نادعلي او ګرشک ولسواليو پر ځينو سيمو بريدونه وکړل چې له امله يې يو شمېر امنيتي پوستو د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
په دې وروستيو کې بهرنيو ځواکونو هم د افغان ځواکونو په ملاتړ پر لښکرګاه ښار او ځينو نورو سيمو کې هوايي بريدونه پيل کړي دي.

کندوز (پژواک، ٣٠  تله ٩٤): د کندوز ولايتي شورا وايي چې طالبانو د کندوز  ښار د نيولو پر مهال د وسلو او مهماتو له اړخه ځان سمبال کړى او دا د خلکو لپاره يو سخت ګواښ دى، خو امنيتي چارواکي وايي چې طالبان ځپل شوي دي.
 کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځوکونو درې ورځې وروسته د ښار ځينې سيمې او دوې اوونۍ وروسته ټول ښار له طالبانو بېرته ونيوه او اوسمهال دا  ښار بېرته  عادي وضعيت ته را ګرځېدلى دى.

ګردېز (پژواک،٢٥تله٩٤): د پکتيا ځينو قومي مشرانو او د ولايتي شورا غړو د ولسمشر محمد اشرف غني او د حکومت د اجرائيه مشر عبدالله عبدالله د استعفا غوښتنه وکړه.
د پکتيا د بېلابېلو قومونو مشرانو او د ولايتي شورا غړو، نن د دې ولايت په مرکز ګردېز ښار کې غونډه جوړه کړې وه.
په دې غونډه کې د پکتيا د ولايتي شورا منشي محمد الرحمن قادري وويل، د اوسني حکومت مشرانو، هغه ژمنې چې د ټاکنو پرمهال يې خلکو سره کړې وې، يوه يې هم نه ده پرځاى کړې.
ده زياته کړه، د هېواد د ښېګڼې لپاره ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائيه مشر عبدالله عبدالله بايد له خپلو دندو استعفا ورکړي.

غزني ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۴): د غزني ولايت نوى امنيه قوماندان وايي که وسله وال طالبان له جګړې لاس وانه خلي نو ټول به ووژل شي.
دغه څرګندونې د غزني نوي امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل نن په غزني کې د ده د معرفۍ په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم تېره ورځ امرخېل د غزني د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
امرخېل جوړې شوې غونډې ته وويل: ((که چېرې وسله وال طالبان په غزني کې د خلکو د وینو له تویولو لاس وانه خلې او سوله ونه کړي نو موږ يې پر وړاندې ولاړ يو او ټول به ووژنو.))

فيروزکوه (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ خلک د وسله والو مخالفينو له خوا پر اقتصادي کلابندۍ اندېښنه څرګندوي او د نښلوونکې لارې د بيا پرانيستو او کلابندۍ د پاى ته رسولو غوښتنه کوي.
پسابند ولسوالي د غور د مرکز فيروز کوه ښار سره ١٧٠ کيلومتره واټن لري او د هلند له باغران ولسوالۍ سره په پوله پرته ده.
دې ولسوالۍ ته غځېدلې مواصلاتي او اکمالاتي لاره له يوې مياشتې راهيسې بنده ده چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پسابند ولسوالۍ خلک شکايت کوي چې د لومړنيو توکو بيې ډېرې لوړې شوې او خوراکي توکي مخ پر کمېدو دي.

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ تله ۹۴): د هلمند دولتي چارواکي وايي، په نظام کې دننه يو شمېر مافيايي کړۍ شتون لري چې د حکومت د کمزورتيا هڅې کوي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل د تلې په ٢١مه د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل چې په نظام کې يو شمېر مافيايې کړيو د ځان د ګټو خونديتوب لپاره د حکومت د کمزورتيا هڅې پيل کړې دي.
د هغه په وينا، يادو کړيو په دې وروستيو کې اوازې خپرې کړې چې وسله وال طالبان پر لښکرګاه بريد کوي او هلمند ولايت ته سقوط ورکوي.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې