Add new comment

امرخيل: اگر طالبان از جنگ دست نکشند کشته خواهندشد

غزني ښار (پژواک، ۲۲ تله ۹۴): د غزني ولايت نوى امنيه قوماندان وايي که وسله وال طالبان له جګړې لاس وانه خلي نو ټول به ووژل شي.
دغه څرګندونې د غزني نوي امنيه قوماندان مل پاسوال امين الله امرخېل نن په غزني کې د ده د معرفۍ په اړه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
د ولسمشر محمداشرف غني له حکم سره سم تېره ورځ امرخېل د غزني د نوي امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
امرخېل جوړې شوې غونډې ته وويل: ((که چېرې وسله وال طالبان په غزني کې د خلکو د وینو له تویولو لاس وانه خلې او سوله ونه کړي نو موږ يې پر وړاندې ولاړ يو او ټول به ووژنو.))
هغه له خلکو غوښتنه وکړه چې د غزني د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
هغه زياته کړه: ((که خلک له موږ سره اړينه همکاري وکړي نو وسله وال طالبان به هېڅکله ونه توانېږي چې پر غزني ښار باندې حمله وکړي.))
په دې غونډه کې د غزني د ملي امنيت مشر علي احمد مبارز وويل چې د وسله والو طالبانو پر وړاندې جګړه کې ملي امنيت له امنيې قوماندانۍ سره پوره همکاري کوي.
نوموړي وویل: ((زه خپلو سرتېرو ته وایم، د پاکستان هغه مزدوران چې افغانان وژني او جنګ کوي ودې وژني، طالب باید ژوندی ونه نیول شې باید و وژل شي؛ ځکه که چېرې طالب ژوندى نيول کېږي نو دا بيا د افغانانو وينې ته بې احترامي ده.))
دغه راز د غزني د ولایتي شورا ريیس خالقداد اکبري وویل چې د امنيت په ټينګښت کې د غزني خلک له امنيې قوماندانۍ سره پوره همکاري کوي.
امين الله امرخېل داسې مهال د غزني امنيه قوماندان وټاکل شو چې له تېرو دريو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د غزني ښار ته څېرمه د کابل- کندهار لويه لار تړلې ده او د دغه ولايت په ناني، شهباز خان او نوغي سيمو کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړې روانې دي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.