Add new comment

چارواکي : د هلمند په مرکزي سيمو کې جګړه د مهار کېدو په حال کې ده

لښکرګاه(پژواک،٣لړم۹۴): د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې په مرکزي سيمو کې جګړه د مهار کېدو په حال کې ده ، خو د ولايتي شورا مشر وايي چې دې جګړې ته بايد جدي پاملرنه وشي.
څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو د هلمند مرکز لښکرګاه پر باباجي سيمې او د نادعلي او ګرشک ولسواليو پر ځينو سيمو بريدونه وکړل چې له امله يې يو شمېر امنيتي پوستو د طالبانو په لاس سقوط وکړ.
په دې وروستيو کې بهرنيو ځواکونو هم د افغان ځواکونو په ملاتړ پر لښکرګاه ښار او ځينو نورو سيمو کې هوايي بريدونه پيل کړي دي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر کريم خان اتل پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياده جګړه د اندېښنې وړ ده ځکه د لښکرګاه ځينې سيمې اوس هم تر ګواښ لاندې دي.
هغه زياته کړه : (( امنيتي ځواکونه په لوړ مورال جګړه کوي، خو دا چې د جګړې کرښه د لښکرګاه  ښار يوې څنډې ته رسېدلې ده نو حکومت ته  په کار ده، چې ډير ژر دې سيمې ته نوي ځواکونه او جنګي تجهيزات ولېږي.))
اتل وايي چې ولايتي شورا او خلک د امنيت په ټينګښت کې له امنيتي ځواکونو سره پوره همکاري کوي، خو په ولايتي کچه د دې سيمې د امنيت د ټينګښت لپاره هڅې کافي نه دي.
خو د لښکرګاه د جګړې په لومړۍ کرښه باباجي سيمه کې د پوليس مشر لومړي څارن احمدشاه پژواک ته وويل چې په سيمه کې کافي سرتېري او تجهيزات لري.
هغه زياته کړه : (( څو ځلې ډيرو وسله والو بريد وکړ خو زموږ پوستې يې ونه شواى نيولى او بېرته په شا وتمبول شول.))
د هغه په وينا، وسله وال  طالبان د خلکو په کورنو کې پټ شوي او پرعامو خلکو ډزې کوي ، چې له امله يې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د احمدشاه د معلوماتو له مخې، وسله والو طالبانو يو شمېر پلونه په ماينونو الوځلي او د ښوونځي په ګډون يې ځينې دولتي تاسيسات هم سوځولي دي.
د باباجي په سيمه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې د لښکرګاه ښار ، نادعلي او ګرشک ولسواليو اړوندو سيمو کې جګړه د مهار کېدو په حال کې ده.
ده هم وويل چې په سيمه کې د امنيتي ځواکونو ترمنځ اړينه همغږي شتون لري ، چې له مخې يې  طالبان نه شي کولى کومه سيمه تر خپلې ولکې لاندې راولي.
د هغه د معلوماتو له مخې،د تېرو څو ورځو جګړې له امله د ١٤قوماندانانو او ١١ پاکستانيانو په ګډون ٢٥٠ وسله وال مخالفين وژل شوي او ١٠٦ نور ټپيان دي.
خو يوې امنيتي سرچيني پژواک ته وويل چې د باباجي له شلو پوستو څخه يواځې درې پوستې د امنيتي ځواکونو په واک کې دي.
هغه زياته کړه : (( دا درې پوستې هم په داسې حال کې موږ سره دي چې له يوې پوستې څخه بلې ته تللى نه شو ځکه دواړو خواوو ته طالبان دي او له يوې پوستې بلې ته تګ له مرګ سره لوبې کول دي.))
وسله وال طالبان هم د هلمند په بېلا بېلو سيمو کې جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي پژواک ته وويل چې طالبانو په تېرو څو ورځو کې د لښکرګاه په ګډون په نادعلي او ګرشک ولسواليو کې ډيرې سيمې نيولي او جګړه يې د مارجې ولسوالۍ تر پولو رسولې ده.
هغه وايي چې په دې جګړه کې تراوسه ګڼ شمېر امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه درلودل.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.