Kunduz residents: Taliban threat has grown stronger

کندوز (پژواک، ٣٠  تله ٩٤): د کندوز ولايتي شورا وايي چې طالبانو د کندوز  ښار د نيولو پر مهال د وسلو او مهماتو له اړخه ځان سمبال کړى او دا د خلکو لپاره يو سخت ګواښ دى، خو امنيتي چارواکي وايي چې طالبان ځپل شوي دي.
 کندوز ښار د تلې مياشتې په شپږمه د طالبانو لاس ته ورغى او امنيتي ځوکونو درې ورځې وروسته د ښار ځينې سيمې او دوې اوونۍ وروسته ټول ښار له طالبانو بېرته ونيوه او اوسمهال دا  ښار بېرته  عادي وضعيت ته را ګرځېدلى دى.
د کندوز  ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي وايي چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو په ترڅ کې د امنيتي ځواکونو کافي  موټر ترلاسه کړي او دا ځل يې ګواښ د پخوا په پرتله زيات شوى دى.
هغه  پژواک خبري اژانس ته وويل چې طالبانو د کندوز ښار د نيولو په لومړيو ورځو کې سلګونه پوځي ګاډي  او پرمختللې وسلې د چهاردرې ولسوالۍ او ښار ته څېرمه کنم سيمو ته له ځان سره لېږدولي.
ولي زياته کړه چې د ده د موکلينو د معلوماتو له مخې، طالبانو دا ګاډي د هوايي بريدونو له وېرې تر خسو او خځلو لاندې پټ کړي دي.
د ولايتي شورا مرستيال زياته کړه: ((اوس مو د تېر په پرتله اندېښنه دوه چنده شوې، طالبانو پخوا د عشر او زکات د ټولولو له لارې وسلې او تجهيزات اخيستل، خو دا ځل يې د کندوز له نيولو سره هر څه ترلاسه کړل.))
د هغه په خبره، ‌طالبانو د وسلې او مهماتو له اړخه خپل ځانونه په بشپړ ډول سمبال کړي او دا د خلکو لپاره يو جدي ګواښ دى.
د ولايتي شورا مرستيال په ډاګه کړه، که چېرې دغه ځل هم حکومت د تېر په څېر بې پروايي وکړي، نو کندوز ښار به څو چنده زيان وويني.
خو امنيتي چارواکي وايي چې طالبان ځپل شوي او نور نه يواځې چې د کندوز د نيولو توان نه لري، بلکې له څو نورو ولسواليو يې هم کمپله ټوله شوې ده.
د کندزو امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ مني چې طالبانو په کندوز کې د امنيتي ځواکونو ډيپوګانې نيولې وې، خو په دې اړه معلومات نه لري چې څومره وسلې يې له لاسه ورکړې.
هغه زياتوي چې امنيتي ځواکونه د تېر په پرتله پياوړي شوي او په دې ولايت کې کافي امنيتي ځواکونه مېشت دي.
هغه زياته کړه چې اوس اوس يوه فرقه او د ٨٠٨ شمال ختيځ په نوم يو زون د ولسمشر غني له خوا د کندوز لپاره منظور شوي چې د دغو پوځي ارګانونو تشکيلاتي بهير همدا اوس روان دى.
د کندوز ولايتي شورا مرسيتال د عملياتو د نا چټک پرمختګ په اړه وويل چې اوس بايد عمليات سخت شي او وسله والو مخالفينو ته دې يو ځل بيا د يرغليزو  بريدونو فرصت نه ورکول کېږي.
خو امنيه قوماندان وايي چې امنيتي ځواکونو د عملياتو له پيلولو پرته، د نوو امنيتي پوستو د جوړولو کار هم پيل کړى او کور په کور سخته تلاشي روانه ده.
په ورته وخت کې د کندوز ښار اوسېدونکي له چارواکو غواړي چې نور دې وسله والو مخالفينو ته ښار ته ننوتو اجازه نه ورکوي.
د کندوز ښار اوسېدونکي سيدعلم وويل، د کندوز ښار خلکو له ګڼو مالي او ځاني زيانونو سربېره ګڼې ستونزې ليدلې او حکومت بايد د هوا په سړېدو سره دهغوى  امنيت خوندي کولو لپاره ډېره هڅه وکړي.
هغه زياتوي: ((لا هم د شپې له خوا د ډزو غږونه اورېدل کېږي او حکومت مکلف دى چې دا ډزې د تل لپاره پاى ته ورسوي، ځکه چې د خلکو د اندېښنې سبب ګرځي.))
سيد علم چې د خپلې کورنۍ له غړو سره تخار ولايت ته تللى او اوسمهال کندوز ته ستون شوى، وويل چې دوې اوونۍ وړاندې  په کندوز ښار کې د ګوتو په شمار کورنۍ پاتې وې او پاتې ټولو د جګړې له وېرې پښې سپکې کړې وې.
خو امنيتي چارواکي وايي چې کندوز ښار چهاردره ولسوالي د طالبانو له شتون پاک شوي او د عملياتو له دويم پړاو کې دشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ هم د وسله والو مخالفينو له شتون چاڼ شوې دي.
د کندوز ښار جګړې خلکو ته د ګڼو مالي او ځاني زيانونو اړولو تر څنګ شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ هم ګاونډيو  ولايتونو او کابل ته بې ځايه کړې، خو د وضعيت له ښه کېدو سره له تېرې اوونۍ راهيسې څه باندې درى زره کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.