مردم ولسوالى پسابند در محاصرۀ اقتصادى قرار دارند

فيروزکوه (پژواک، ٢٢ تله ٩٤): د غور ولايت د پسابند ولسوالۍ خلک د وسله والو مخالفينو له خوا پر اقتصادي کلابندۍ اندېښنه څرګندوي او د نښلوونکې لارې د بيا پرانيستو او کلابندۍ د پاى ته رسولو غوښتنه کوي.
پسابند ولسوالي د غور د مرکز فيروز کوه ښار سره ١٧٠ کيلومتره واټن لري او د هلند له باغران ولسوالۍ سره په پوله پرته ده.
دې ولسوالۍ ته غځېدلې مواصلاتي او اکمالاتي لاره له يوې مياشتې راهيسې بنده ده چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د پسابند ولسوالۍ خلک شکايت کوي چې د لومړنيو توکو بيې ډېرې لوړې شوې او خوراکي توکي مخ پر کمېدو دي.
دوى خبردارى ورکوي چې که د لارې بند پاتې کېدل به د بشري ناورين سبب شي.
د پسابند د مرکز اوسېدونکي عبدالاحمد وويل چې طالبان د ولسوالۍ مرکز ته د سون توکو او خوړو د لېږد اجازه نه ورکوي او خبردارى يې ورکړى چې خلک له دولت سره همکاري ونه کړي.
هغه زياته کړه چې يو کيلو اوبلن ګاز له ٥٠ افغانيو نه ٩٠ افغانيو، يو لېتر تيل له ٤٥ نه ٩٠ افغانيو او يوه بوجۍ اوړه له ١٤٠٠ افغانيو ٢٢٠٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.
عبدالاحمد وويل: ((طالبان بايد اجازه ورکړي چې د سون توکي له فيروزکوه پسابند ته ولېږدول شي، دولت دنده لري چې دا لاره پرانيزي، څو په دې لاره کې د طالبانو له خوا خلکو ته پيدا شوي ګواښونه له منځه يووړل شي.))
د غور ولايتي شورا مشر مولوي محمد هاشم فيضي وايي چې طالبان د پسابند لارې په بندولو سره غواړي چې خلک تر فشار لاندې راولي، څو له دولت مخ وګرځوي او له دوى سره همکار شي.
فيضي زياته کړه: ((دولت خپل ځان ته د هوا له لارې اکمالات کوي، خو د طالبانو اقتصادي کلابندي خلکو ته زيان رسوي.))
د ولايتي شورا دې غړي وويل چې دولت بايد په هره بيه دا لاره پرانيزي، که نه خلک به اړ شي چې له دولت نه د طالبانو خوا ته مخ واوړي.
فيضي وويل چې د طالبانو د اقتصادي کلابندۍ او لارې بندولو نه څه باندې يوه مياشت تېرېږي او د پسابند خلک په ستونزمنو شرايطو کې ژوند کوي.
د نوشاد خان په نوم يو مخور وايي چې طالبانو ډوډۍ پخوونکو ته ګواښ کړى چې ډوډۍ دې نه پخوي، يوه وچه ډوډۍ له لسو افغانيو شلو ته لوړه شوې ده.
هغه زياته کړه چې طالبان قصابانو ته هم اجازه نه ورکوي چې له کليو د ولسوالۍ مرکز ته د قصابۍ څاروي راوړي؛ ځکه چې دولتي سرتېري او مامورين هم ترې ګټه  اخلي.
هغه طالبان په ماين اېښودلو تورنوي او وايي چې تېره اوونۍ د پسابند په لاره کې د ماين چاودنې له امله يو ځوان ووژل شو او يو بل موټرسايکل سپور يې ژوبل کړ.
دې مخور وويل: ((اقتصادي کلابندي تر ډېره خلکو ته زيان رسوي.))
د غور و والي وياند عبدالحى خطيبي وويل چې ددې ولايت په ځينو نورو سيمو کې هم امنيتي ستونزې شته چې اوسمهال پرې بوخت دي، خو د پسابند لار به د ژمي له رسېدو وړاندې پرانيزي.
خطيبي وويل چې د ولسوالۍ مرکز د دولت په واک کې دى، خو شاوخوا يې د طالبانوتر ولکې لاندې ده چې خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې.
دې سيمه ييز چارواکي زياته کړه: ((طالبانو دا کړنلاره پر دولت د فشار راوړلو لپاره غوره کړې، په داسې حال کې چې د هوا له لارې په پسابند کې دولتي او ملکي ځواکونو ته اکمالات کوو، د لارې بندېدل خلکو ته له زيان رسېدو پرته بله ګټه نه لري.))
د غور د والي وياند وويل چې د دې اقتصادۍ کلابندۍ په سبب، يو کيلو اوبلن ګاز چې دا مهال په فيروز کوه ښار کې په ٥٠ افغانۍ دى، په پسابند کې دوه چند شوى. يوه بوجۍ اوړه چې په فيروز کوه کې ١٤٠٠ افغانۍ بيه لري، په پسابند کې په ٢٠٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.
خو طالبان وايي چې د پسابند لاره يې يواځې د هغو کسانو پر مخ تړلې چې د شواهدو له مخې له دولت سره کار کوي.
پژواک ته په يوه را استول شوي برېښناليک کې د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خولې راغلي چې له دولتي کارکوونکو غوښتل شوي چې پر دې لاره د تګ راتګ لپاره په دولت کې له کار کولو تېر شي.
هغه زياته کړه، طالبان خلک په زور خپلې همکارۍ ته نه اړباسي، خو خلک دې له خپل ځان سره همکاري کړي چې د ماين له خطرونو خوندي پاتې شي او له دولت سره له کارکولو مخ واړوي.
د طالبانو د وياند په خبره، په ساحه کې د جګړې احتمال شته، پر همدې بنسټ يې خلکو ته لارښوونه کړې چې د لنډ مهال لپاره له فرعي لارو تګ راتګ وکړي، تر څو له خطر سره مخ نه شي.
مجاهد وايي: ((دا لاره په بشپړ ډول نه ده بنده شوې، يواځې دولتي کسان ورڅخه نه شي تېرېدلى، ډېر ژر به پرانيستل شي.))
د يادولو ده، د فيروزکوه-چهار سدې لاره هم له تېرو څلورو مياشتو راهيسې د دولتي اکمالاتو پر مخ تړل شوې چې د سيمه ييزو چارواکو په خبره، طالبانو ځينې سيمې په ماينونو پوښلې چې تر اوسه يې څه باندې لسو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د غور ولايتي شورا مشر فضل الحق احسان، تېره مياشت ويلي وو چې طالبان  په چهار سده ولسوالۍ کې د يوه پوځي مرکز د جوړولو هوډ لري، څو له دې لارې د غور، فارياب او سرپل ولايتونو تر منځ تګ راتګ ولري.
د ده په خبره، که چېرې دولت دا خطر جدي  ونه نيسي، د طالبانو د واک ساحه به پراخه شي او بيا به يې کنټرول څه اسانه کار نه وي.
امنيتي چارواکي وايي چې په غور ولايت کې څه باندې ٢٦٠٠ طالبان شتون لري چې له دې ډلې يې زر کسه د غور مرکز ته څېرمه په مرغاب او چهارسده ولسوالۍ کې مېشت دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.