Add new comment

چارواکي: هلمند کې ځينې مافيايي کړۍ د حکومت د کمزوري کولو په هڅه کې دي

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ تله ۹۴): د هلمند دولتي چارواکي وايي، په نظام کې دننه يو شمېر مافيايي کړۍ شتون لري چې د حکومت د کمزورتيا هڅې کوي.
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل د تلې په ٢١مه د يوې خبرې غونډې په ترڅ کې وويل چې په نظام کې يو شمېر مافيايې کړيو د ځان د ګټو خونديتوب لپاره د حکومت د کمزورتيا هڅې پيل کړې دي.
د هغه په وينا، يادو کړيو په دې وروستيو کې اوازې خپرې کړې چې وسله وال طالبان پر لښکرګاه بريد کوي او هلمند ولايت ته سقوط ورکوي.
هغه وويل: ((افغان امنیتي سرتېرو له وړاندې په دغه ولایت کې د دولت وسله والو مخالفینو ته درانه تلفات اړولي او اوس د دې توان په مخالفینو کې نشته چې د لښکرګاه د ښار یا کومې بلې ولسوالۍ د نیولو هڅه وکړي.))
اتل د مافيايي کړيو په اړه نور جزئيات ورنه کړل خو زياته يې کړه چې دغه کړۍ يا په اداري فساد کې ښکېل دي او يا هم د پرديو جاسوسان دي چې د نظام د کمزورتيا هڅې کوي.
هغه وايي: ((اړوند ارګانونو دغه ډول کړۍ پېژندلې دي، خو په وړاندې يې اقدام ته موقع ګوري؛ ځکه په دغه ډول شرایطو کې بیا کېدای شي، نورې ستونزې راپورته شي.))
اتل وايي چې د پخوا په پرتله اوسمهال په هلمند ولايت کې امنيتي حالات د ډاډ وړ دي.
دغه راز د هلمند والي میرزا خان رحیمي هم وويل چې د نورو ولايتونو په څېر په دغه ولايت کې د وسله والو مخالفينو شمېر ډېر نه دى خو يو شمېر مافيايي او په فساد ښکېلې ډلې د حکومت د کمزورتيا هڅې کوي.
رحيمي د مافيايې کړيو په برخه کې د چا نوم ياد نه کړ.
هغه زياته کړه چې اوسمهال په هلمند ولايت کې امنيتي ستونزې هم ډېرې نه دي خو د بشپړ امنيت د ټينګښت لپاره يې اړينې هلې ځلې روانې کړې دي.
هغه وويل: ((دا یوه رواني او تبلیغاتي جګړه ده، نور هېڅ ډول ستونزه نشته، امنیتي ځواکونه د چمتووالي په حال کې دي، عملیات روان دي، ګزمې کېږي او کشفي ارګانونه هم خپل کار کوي.))
والي دا هم وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه به يوه لويه شورا هم جوړه کړي چې په بېلابېلو برخو کې به له حکومت سره همکاري کوي.
په دې اړه د لښکرګاه د ښار یو اوسېدونکي حاجي محمد اکرم پژواک ته وویل: ((موږ د جنګونو دوره تېره کړه، خوند مو يې ليدلى، هېڅ کله به داسې څوک پیدا نه شي چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره مرسته وکړي.))
ده له حکومت نه غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره بايد مجرمينو ته له قانون سره سم سزا ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هلمند ولايت په شمالي ولسواليو کې اوس هم کله نا کله د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ نښتې کېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.