د ولايتي شوراګانو ټاکنې

کلات  (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤):  د زابل د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله تېر کال د دغه ولايت ولايتي شورا د پام وړ کارونه سرته رسولي دي.
د دوی په خبره چې خپل منځي همغږي، د موکلينو ستونزو ته پر وخت پاملرنه او له دولت سره د ولس د اړيکو نږدېوالى هغه برخې دي چې په کې د ولايتي شورا وکيلان بريالي وو.
د ولايتي شورا وکيلان دا مني چې د ټاکنو پر مهال له خلکو سره کړې ټولې ژمنې يې نه دې عملي کړط خو زياتوي چې امنيتي ستونزې، په دولت کې د اجرااتو لپاره د کلک هوډ نه شتون، په ولايتي کچه بدلونونه هغه څه دي چې د دوی د يو شمېر کارونو مخه يې ډب کړې ده.

کندوز (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کندوز ولايتي شورا او ښاريان اندېښنه لري چې وسله وال مخالفين لا هم د ښار شاوخوا سيمو کې فعاليت لري او دولت بايد د دوى دا اندېښنې لري کړي.
طالبانو د روان کال د تلې په شپږمه کندوز ښار ونيو او امنيتي ځواکونو له دريو ورځو وروسته په تدريجي ډول بېرته پر ښار واکمن شول.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امر الدين ولي وايي چې طالبان د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې فعاليت لري او وضعيت د خلکو د اندېښنې سبب کېږي.

مزارشريف (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د  بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، که چېرې حکومت په خپله په چارو کې د روڼتيا پر لور رښتينې هڅې وکړي، نو د فساد مخنيوی به اسانه وشي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش دغه څرګندونې د تلې په ۹مه له حکومت څخه د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنې په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د ولايتي شورا په انګړ کې د بلخ ولايت د محصلينو د همغږۍ د مرکز له خوا د لسګونو ځوانانو په ګډون د يوې غونډې په ترسره کولو د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنه وشوه.

لومړى تعقيب- کلات (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د زابل امنيتي چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دوى په هڅو له خاک افغان ولسوالۍ څخه تښتول شوي ١٤ ملکي وګړي بېرته خوشي شوي دي.
د يادونې ده، تېره اونۍ د غزني د جاغورو ولسواليو اوسېدونکو د زابل د خاک افغان ولسوالۍ ١٤ اوسېدونکي په دې تور تښتولي وو چې د خاک افغان وسله والو تېر کال د جاغورو ٣٠ کسان تښتولي وو.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حق بيان د لړم په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زابل او غزني ولايتي شورا ګانو او ولسي جرګې غړو د پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته د ستونزې د هواري لپاره هڅې پيل کړې دي.

ښرنه(پژواک،٣لړم٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د دې ولايت د ولايتي شورا پر غړو نيوکه کوي چې په خپلمنځي اختلافاتو بوخت دي او چارو کې  يې همغږي شتون نه لري.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي جندالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ اختلافات را پيدا شوي او په چارو کې يې همغږي شتون نه لري.
هغه زياته کړه : (( د رياست د څوکۍ پر سر د ولايتي شورا د غړيو ترمنځ اختلافات پيدا شوي نو ځکه ډيرى وکيلان په خپلو کورونو کې ناست دي ، يا هم په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او خپلو دندو ته هم نه حاضريږي.)) 

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې