Add new comment

د زابل د ولايتي شورا او دولتي ادارو ترمنځ همغږي پر خدماتو مثبت اغېز کړی

کلات  (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤):  د زابل د ولايتي شورا غړي او يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د نورو کلونو په پرتله تېر کال د دغه ولايت ولايتي شورا د پام وړ کارونه سرته رسولي دي.
د دوی په خبره چې خپل منځي همغږي، د موکلينو ستونزو ته پر وخت پاملرنه او له دولت سره د ولس د اړيکو نږدېوالى هغه برخې دي چې په کې د ولايتي شورا وکيلان بريالي وو.
د ولايتي شورا وکيلان دا مني چې د ټاکنو پر مهال له خلکو سره کړې ټولې ژمنې يې نه دې عملي کړط خو زياتوي چې امنيتي ستونزې، په دولت کې د اجرااتو لپاره د کلک هوډ نه شتون، په ولايتي کچه بدلونونه هغه څه دي چې د دوی د يو شمېر کارونو مخه يې ډب کړې ده.
د دغه ولايت اوسېدونکي هم وايي چې ستونزې زياتې دي، ولايتي شورا بايد لا زيات کار وکړي او پر دولت فشار راوړي تر څو موجودي ستونزې ژر حل کړي.
د زابل د مېزانې ولسوالۍ اوسېدونکى اخترمحمد وايي چې د ولايتي شورا وکيلان په کارونو کې جدي دي او کله چې ورته مراجعه وشي نو ستونزه ژر هواروي.
نوموړي زياته کړه: ((په يوه اداره کې مې کار بند و، د نن او سبا بانې يې کولې د ولايتي شورا دفتر ته ورغلم هغوي د يادې ادارې رييس ته ټيلېفون وکړ او کار يې راته هماغه ورځ خلاص کړ.))
د ده په خبره چې د خلکو هيلې يواځې تر ولايتي شورا پورې دي او بايد چې ولايتي شورا په دولتي ادارو کې د فساد په مخنيوي کې خپلې هڅې نورې هم زياتې کړي.
اخترمحمد وايي: ((د پارلمان وکيلانو ته لاسرسی نه لرو او د حکومت مسوولينو ته ورتلی نه شو يواځې هغه اداره چې موږ ورته تمه لرو هغه ولايتي شورا ده.))
د ولايت د مرکز کلات ښار يوه اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې ولايتي شورا د خلکو او دولت تر منځ د اړيکو عمده لاره ده .
هغه وايي، که څه هم ولايتي شورا د نورو کلونو په نسبت ښه شوې خو لا هم د خلکو عمده ستونزې پر ځای پاتې دي او بايد ورته پاملرنه وشي.
د نوموړي په وينا، په دولتي ادارو کې فساد شته، د بيارغونې کارونه تقريباً په ټپه ولاړ دي او خلک له بې روزګارۍ ځورېږي خو د ولايتي شورا وکيلان په کوچنيو مسئلو بوخت دي
حبيب الله زياته کړه: ((د  کلات ښار مرکزي چوک له تېرو دوو کلونو راهيسې نيم ويجاړ پاتې دی خو ولايتي شورا يې پوښتنه ونه کړه، اوس هم تر نيمايي زيات ښوونځي تړلي دي، بې روزګاري ورځ تر بلي ډېريږی وکيلان بايد دې شيانو ته زياته پاملرنه وکړي.))
که څه هم د ولايتي شورا د تېر کال په لومړيو کې د افغان دولت له لوري له ولايتي شورا ګانو څخه پر دولتي ادارو د څارنې واک واخيستل شو خو وروسته د ولايتي شورا ګانو غړو مظاهرې وکړې او په پايله کې يې ولسمشر د يوه  فرمان له مخې دوى ته ځيني واکونه بېرته ورکړل.
د ولايتي شورا استازي وايي، له خپل دغه واک څخه په ګټه اخيستو يې پر دولتي ادارو څارنه زياته کړې تر څو د فساد مخه ونيول شي .
د زابل د ولايتي شورا غړي محمد داود ګلزار پژواک اژانس سره په خبرو کې وويل چې د ولايتي شورا له لوري د فساد د مخنيوي په هڅو کې ځيني دولتي رييسان له دندو لري شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي .
نوموړي زياته کړه چې د يو شمېر نورو دولتي ادارو د مسوولينو د فساد په اړه يې هم اسناد برابر کړي او هڅه کوي چې هغوی هم له قانوني لارو خپله سزا وويني.
د ده په خبره چې د امنيتي مشکلاتو او په دولت کې د اجرااتو په موخه د قاطعيت د نه شتون له امله نه دي توانېدلي چې د خپلو موکلينو ټولو غوښتنو ته پر وخت ځواب وايي.
ګلزار زياته کړه چې ولسواليو ته سفرونه، له قومي مشرانو او ځوانانو سره د مشورتي شوراګانو جوړول، له دولتي پروژو او ادارو څخه څارنه او د ولس او دولت تر منځ د همغږغي پياوړتيا يې له مهمو لاسته راوړنو شمېرل کېږي .
هغه له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې بايد ورسره د فساد په مخنيوي او سوله کې مرسته وکړي
د زابل والي محمدانور اسحاقزي چې د ولايتي شورا د اداري پلاوي د ټاکنو پر مهال يې له پژواک اژانس سره خبرې کولې، وويل چې د ولايتي شورا له کارونو خوښ دی .
نوموړی زياته کړه په تېر کال کې له ولس سره د نږدېوالي، د فساد په مخنيوي، امنيت او څارنه کې ورسره د ولايتي شورا غړو همکاري کړې ده
والي زياته کړه چې ولايتي شورا بايد خپلې هڅې نورې هم زياتې کړي؛ ځکه ستونزې ډېرې دي او ډېر کار ته اړتيا شته تر څو دخلکو غوښتنو ته په سمه توګه ځواب وويل شي.
د هغه په وينا، ولايتي شورا د دولت د مهم ارګان په توګه په ډېرو برخو کې رول لري او دوی هم ورسره په اکثره برخو کې سلا مشورې کوي.
د زابل ولايتي شورا نهه غړي لري چې دوه يې ښځې او اووه نارينه دي خو د دغه ولايت اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي دغه شمېر د دغه ولايت د نفوسو په تناسب لږ بولي.
د ولايتي شورا وکيلان واييو زابل پراخ ولايت دی او دوی نه شي کولي ټولو سيمو ته پر يوه  وخت پاملرنه وکړي؛ ځکه نو په کار ده چې د ولايتي شورا د غړو شمېر زيات شي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.