"د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې لا هم طالبان شته"

کندوز (پژواک، ١٢ لړم ٩٤): د کندوز ولايتي شورا او ښاريان اندېښنه لري چې وسله وال مخالفين لا هم د ښار شاوخوا سيمو کې فعاليت لري او دولت بايد د دوى دا اندېښنې لري کړي.
طالبانو د روان کال د تلې په شپږمه کندوز ښار ونيو او امنيتي ځواکونو له دريو ورځو وروسته په تدريجي ډول بېرته پر ښار واکمن شول.
د کندوز ولايتي شورا مرستيال امر الدين ولي وايي چې طالبان د کندوز ښار په شاوخوا سيمو کې فعاليت لري او وضعيت د خلکو د اندېښنې سبب کېږي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، وروسته له هغه چې کندوز ښار د طالبانو له شتون پاک شو، دوى د ګورتپې، حضرت سلطان، کنم، بزکندهاري، عسقلا او د اقتاش قراى ساحو ته چې د خان اباد ولسوالۍ لويه برخه جوړوي، تښتېدلي او په يادو سيمو کې ازاد فعاليت لري.
ولي زياته کړه، تر هغو چې دا سيمې چاڼ او تلاشي نه شي، خلک به په وېره کې وي، هغه کورنۍ چې ګاونډيو ولايتونو ته يې پناه وړې، نه شي کولى چې خپلو کورونو ته راستنې شي.
د کندوز ښار د جګړې پر مهال ٢٠ زره کورنۍ چې ټوليز شمېر يې څه باندې سل زره کسان کېږي، کابل، تخار، بلخ، بغلان، سمنګان، بدخشان او پنجشېر ولايتونو ته بېځايه شوې چې تر اوسه يې پنځوس سلنه کورنۍ بېرته خپلو کورونو ته راستنې شوې دي.
د ولايتي شورا مرستيال وويل: ((اوس چې وسله وال مخالفين روحيه نه لري او کمزوري شوي، حکومت عمليات درولي دي، اړينه ده چې په دې حساسو شېبو کې عمليات دوام ولري.))
د ولايتي شورا دغه چارواکي زياته کړه چې د خلکو اندېښنې يې له امنيتي ځواکونو سره شريکې کړې، خو تر اوسه د دغو سيمو چاڼولو ته پاملرنه نه ده شوې.
د کندوز ښاريان وايي چې د شپې له خوا د ډزو غږونه اوري او بايد د خلکو د دايمي خونديتوب په اړه فکر وشي.
د کندوز ښار د صدفاميلۍ سيمې اوسېدونکي عبدالرحيم وويل چې له تېرو دوو اوونيو راهيسې د ښار په بېلابېلو برخو کې د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي چې خلکو ته يې وېره پيدا کړې ده.
هغه زياته کړه چې دولت له بالاحصار او هوايي ډګر نه د طالبانو پر مورچو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي چې غږ يې ډېر وېروونکى دى.
هغه زياته کړه: ((کله مې چې ماشومان د ډزو غږ اوري، د مور په څنګ کې يې پټېږي، لا هم د جګړې تور سيورى، وېره او وحشت زموږ له زړونو او غوږو نه دى وتلى.))
د کندوز ښار د خان اباد بندر اوسېدونکي نور رحمن هم وويل چې طالبان په ګله ګاو او خزاني سيمو کې د دوى په دوه کيلومترۍ کې تګ راتګ کوي.
دغه هټۍ وال زياته کړه چې لا هم پر کندوز ښار د طالبانو د بريد اوازې شته او امنيتي ارګانونه بايد له دغو تبليغاتو او ګنګوسو مخنيوى وکړي يا دې طالبان په بشپړ ډول له ښار او ټول کندوز نه وباسي او يا يې دې وځپي.
خود کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنګلباغ وايي چې امنيتي ځواکونه اوسمهال په چاڼ شوو سيمو کې د امنيت ټينګولو او نوو پوستو په جوړولو بوخت دي، په نږدې راتلونکي کې به د کندوز ښار ټولې شاوخوا سيمې د وسله والو مخالفينو له شتونه پاکې شي.
هغه پژواک ته وويل چې چاڼيز عمليات د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې روان دي او ډېر ژر به ټولې نا امنه او ځپل شوې سيمې د طالبانو له شتونه پاکې شي.
چارواکي وايي چې د چهاردرې او دشت ارچي ولسوالۍ يې هم په دې وروستيو کې د طالبانو له شتونه پاکې کړې دي.
د ځايي چارواکو په خبره، دوې ورځې وړاندې د ملي پوځ د (توپان ١٠) په نوم عملياتو کې په دښت ارچي کې ٤٧ وسله وال مخالفين ووژل شول، خو طالبانو د دې برعکس ادعا کوله چې دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د ويلو ده چې څه موده وړاندې ولايتي شورا اندېښنه څرګنده کړې وه چې طالبنو د کندوز ښار د نيولو پرمهال دولتي وسلې او مهمات له ځان سره چهادرې ولسوالۍ ته وړي او ځانونه يې سمبال کړي دي چې دا د کندوز ښار لپاره ستر ګواښ دى، خو امنيتي چارواکو ويلي چې طالبان ځپل شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.