Add new comment

سرچينه : د پکتيکا د ولايتي شورا زياتره غړي په کابل کې اوسيږي

ښرنه(پژواک،٣لړم٩٤): د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي د دې ولايت د ولايتي شورا پر غړو نيوکه کوي چې په خپلمنځي اختلافاتو بوخت دي او چارو کې  يې همغږي شتون نه لري.
د پکتيکا د مرکز ښرنې اوسېدونکي جندالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ اختلافات را پيدا شوي او په چارو کې يې همغږي شتون نه لري.
هغه زياته کړه : (( د رياست د څوکۍ پر سر د ولايتي شورا د غړيو ترمنځ اختلافات پيدا شوي نو ځکه ډيرى وکيلان په خپلو کورونو کې ناست دي ، يا هم په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او خپلو دندو ته هم نه حاضريږي.)) 
د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړي د خلکو استازي دي بايد په سمه توګه خپل مسووليت ترسره کړي، د خلکو ستونزو ته د حل لار ولټوي او د دولتي ادارو له چارو بايد جدي څارنه وکړي.
دغه راز په پکتيکا کې د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر يعقوب خان منظور هم پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا د غړيو ترمنځ منفي سيالۍ زور اخيستى دى.
هغه وايي چې د ولايتي شورا غړي خپلو دندو ته نه حاضريږي او ډيرى وخت په کابل او يا هم نورو ځايونو کې تېروي.
ده هم ټينګار وکړ چې د ولايتي شورا غړي بايد خپلو دندو ته حاضر شي او د سيمه ييزو ستونزو په حل کې له ولايتي ادارو سره مرستې وکړي.
دغه راز د ولايتي شورا يوې سرچيني پژواک ته وويل چې د پکتيکا د ولايتي شورا ډير غړي په کابل کې اوسيږي، نو ځکه په مياشت يا دوو مياشتو کې يواځې يو ځل د خپل کار دفتر ته راځي.
سرچينې وويل : ((که د ولايتي شورا غړي په سمه توګه خپلو دندو ته راشي او  خپلې دندې ته وفادار پاتې شي، نو د خلکو ستونزې به هم هوارې شي او سيمه ييزه اداره به هم سم کار وکړي.))
خو د پکتيکا د ولايتي شورا منشي عزيز ارګوني پژواک ته وويل چې د ولايتي شورا د غړو ترمنځ اختلافات شتون نه لري او په خپل وخت ټول دندو ته حاضريږي.
ارګونى وايي: (( د ولايتي شورا دروازه ٢٤ ساعته دخلکو پر مخ پرانيستې  او وکيلان هميشه خپلو دندو ته حاضر وي، خو يو شمېر وکيلان په ځينو دفتري کارونو پسي کله يو ځای کله بل ځای کې وي او دا په دې مانا نه ده چې د دوی تر منځ همغږي شتون نه لري.))
ده وويل چې د ولايتي شورا غړو هڅه کړې ترڅو په خپل وخت د خلکو ستونزو ته رسېدنه وشي.
د پکتيکا ولايتي شورا ۹ غړي لري، چې دوه يې ښځې دي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.