Abducted Zabul residents freed in Ghazni

لومړى تعقيب- کلات (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د زابل امنيتي چارواکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دوى په هڅو له خاک افغان ولسوالۍ څخه تښتول شوي ١٤ ملکي وګړي بېرته خوشي شوي دي.
د يادونې ده، تېره اونۍ د غزني د جاغورو ولسواليو اوسېدونکو د زابل د خاک افغان ولسوالۍ ١٤ اوسېدونکي په دې تور تښتولي وو چې د خاک افغان وسله والو تېر کال د جاغورو ٣٠ کسان تښتولي وو.
د زابل د ولايتي شورا رييس حاجي عطاجان حق بيان د لړم په ۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د زابل او غزني ولايتي شورا ګانو او ولسي جرګې غړو د پېښې له رامنځ ته کېدو وروسته د ستونزې د هواري لپاره هڅې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه چې د څو ورځو خبرو په پايله کې پر دې وتوانېدل چې دا شخړه په سوله ييز ډول هواره کړي او تښتول شوي کسان بې له کوم شرطه خوشي شول.
حق بيان له دولته غوښتنه وکړه چې له تښتوونکو سره قانوني چلند وکړي تر څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې چې د افغانستان د مېشتو قومونو تر منځ د نفاق لامل ګرځي، رامنځ ته نه شي.
د زابل د والي سلاکار احمدخالد ساپى هم وايي چې دا ستونزه په سوله ييزه توګه حل شوې ده
نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې له کابل څخه هم د پېښې د څېړنې لپاره يو پلاوى راغلی و او د هغوى په مرسته ولايتي اداره وتوانېده چې دغه کسان په خوندي توګه خوشي او بېرته خپلو کورونو ته راستانه کړي.
د ساپي په خبره، د دولت يو شمېر مخالفين هڅه کوي چې په سيمه کې قومي او ژبني لانجې جوړې کړي خو اوس خلک پوهېدلي او نه تېر وځي.
د زابل د ولايتي شورا يو غړی اسدالله کاکړ  وايي چې د ستونزې پر حل خوشاله دی خو بايد چې دولت د خپلسرو وسله والو مخه ونيسي او قانوني جزا ورکړي.
د ده په خبره چې هره ستونزه وي بايد په قانوني شکل حل شي نه دا چې خپل سرې وسله وال د خلکو پر کورونو بريدونه وکړي او عام وګړي وژني او يا يې برمته کوي.
د ولايتي شورا بل غړي محمدعمر عمري له سيمه ييزو اوسېدونکو غوښتنه کوي چې بايد په خپلو سيمو کې داسې کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د نورو قومونو پر ضد بريدونه وکړي؛ ځکه د دوى په خبره بهرني وسله وال ټولو ته ستونزې جوړوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.