حکومت د کانکور پروسې په سمون کې په نه پاملرنه تورن شو

مزارشريف (پژواک، ٩ لړم ٩٤): د  بلخ د ولايتي شورا رييس وايي، که چېرې حکومت په خپله په چارو کې د روڼتيا پر لور رښتينې هڅې وکړي، نو د فساد مخنيوی به اسانه وشي.
د دغه ولايت د ولايتي شورا رييس محمدابراهيم خيراندېش دغه څرګندونې د تلې په ۹مه له حکومت څخه د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنې په اړه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د ولايتي شورا په انګړ کې د بلخ ولايت د محصلينو د همغږۍ د مرکز له خوا د لسګونو ځوانانو په ګډون د يوې غونډې په ترسره کولو د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا غوښتنه وشوه.
د ياد مرکز غړي سيدمحمد يزدان پرست پژواک خبري اژانس ته وويل چې د لړم په لومړۍ نېټه ولسمشر غني د راتلونکي کال د کانکور ازموينې د روڼتيا په اړه ډاډ ورکړ.
خو نوموړي زياته کړه چې په تېرو کلونو کې هم د هر کانکور د ازموينې له پيله وړاندې حکومتي چارواکو دغه ډول ډاډمنې څرګندونې کړې؛ خو بيا هم په ازموينه کې درغلۍ شوې دي.
د هغه په وينا، که چېرې حکومت د راتلونکي کال د کانکور ازموينه رښتيا هم په پورته رښتينولي سره ترسره کول غواړي نو د تېر کال د ازموينې درغلي کوونکي دې ونيسي او قانون ته دې وسپاري.
د پوهنتون د شرعياتو پوهنځي محصل احمد جاوېد پژواک ته وويل چې کانکور ازموينه ملي پروسه ده، بايد چې حکومت يې پر وړاندې جدي و اوسي.
نوموړي زياته کړه چې د يادې ازموينې له لارې هر کال د ډېرو  داسې ځوانانو حق له منځه ځي چې ښه وړتيا لري.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش چې په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، پژواک ته وويل چې حکومت يواځې د کانکور ازموينې په چارو کې نه، بلکې په ډېرو چارو کې سستي کوي.
نوموړي زياته کړه: ((د کانکور له لارې ډېر داسې کسان پوهنتونو ته کامياب شوي چې خپل نوم هم نه شي ليکلی.))
هغه د بلخ د دارالمعلمين بېلګه وړاندې کړه، چې داسې محصلين په کې پېژني چې د سواد کچه يې له لوړو زده کړو سره سمون نه خوري.
د ولايتي شورا رييس وويل چې حکومت په ډېری چارو کې په خپله د روڼتيا په لور هڅې نه کوي.
نوموړي زياته کړه، که چېرې حکومت په خپله د فساد د مخنيوي په برخه کې ژور ګامونه واخلي نو پايلې به يې ډېرې ښې وي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.