د کندهار قومي مشران: کندوز د حکومت د بې غورۍ له امله سقوط وکړ

کندهار (پژواک، ١١ تله ٩٤): د کندهار ولايت لسګونو قومي مشرانو د کندوز له غمځپلو سره خواخوږي وښوده او ويې ويل چې پر دغه ولايت راغلى ناورين د حکومت د بې غورۍ له امله دى.
هغوى له حکومته وغوښتل چې په کندوز کې جدي اصلاحات راولي او د پېښې عاملينو ته له قانون سره سم په عام محضر کې جزا ورکړي.
په دې اړه د کندهار د ولايتي شورا د غونډو په تالار کې د تلې په ١١مه، پراخه غونده جوړه وې وه، چې په کې د کندهار د ولايتي شورا د غړو تر څنګ د کندهار ښار د ناحيو او ولسواليو قومي مشرانو او مخورو ګډون کړى و.
د کندهار د ولايتي شورا مرستيال حاجي عبدالقيوم وويل، د کندهار د ټول ولس په سر او مال د کندوز له غمځپلو خلکو سره ولاړ دى او له هغوى سره ژوره خواخوږي ښيي.
هغه پر حکومت غږ وکړ چې د کندوز د پېښې جدي څېړنه وکړې او ژر تر ژره يې عاملين په عام محضر کې مجازات کړي.
نوموړي تر هر څه وړاندې د عملياتو پر مهال د دې ولايت د خلکو د سر او مال د خونديتوب غوښتنه وکړه او ويې ويل دا د امنيتي ځواکونو لومړۍ دنده ده چې په دې ولايت کې د وسله والو تر څنګ د هغو نامسوولو وسله والو مخنيوى وکړي چې وحشت او دهشت خپروي.
قومي مشر ثابت الله خان وويل، له حکومت څخه يې جدي غوښتنه دا ده چې د دې پېښه مخنيوى وکړي او د هېواد په کچه د ورته پېښو د تکرارېدو د مخنيوي لپاره د امنيتي ځواکونو ليکې قوي کړي.
هغه زياته کړه، د افغانستان اوسېدونکي لسګونه ځله له داسې ناورينونو څخه تېر شوي او تر دې ډېر د داسې حالاتو د زغم توان نه لري، په هره بيه چې کېږي حکومت دې په هېواد کې سوله راولي.
د ولايتي شورا بل غړي حاجي نعمت الله شېردلي هم د کندز له وير ځپلو سره خواخوږي وښودله او ويې ويل د دې ولايت عامو خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اوښتي، چې د ټول هېواد د اوسېدونکو زړونه يې خپه کړي دي.
هغه د کندهار چارواکي او امنيتي مسوولين مخاطب کړل او ويې ويل: ((د کندز پېښه زموږ لپاره ډېره بده تجربه ده، امنيتي چارواکي او نور مسوولين بايد ويښ و اوسېږي، قومي مشران او خلک دې خپلمنځي اختلافات ليرې کړي او د خپل حکومت تر شا دې ودرېږي.))
نوموړي ياته کړه، دا سمه نه ده چې ټولې چارې او مسووليتونه د حکومت پر اوږو ور واچوو، بلکې د هېواد او خلکو د ساتنې په لاره کې بايد هر فرد خپل مسووليت تر سره کړي او د حکومت ملا وتړي.
د ولايتي شورا غړي عطاالله عطا وويل، کومه پېښه چې په کندز کې شوې، په نورو ولايتونو کې يې هم احتمال شته، خو ولس کولاى شي له خپل حکومت سره په يووالي د دغه راز پېښو مخنيوى وکړي.
هغه د دې پېښې عمده لامل بې اتفاقي بولي او وايي تر څو چې ولس په خپل منځ کې سره يو نه شي، د دښمن مخنيوى ګران کار دى.
د حاجي عبدالمجيد خان په نوم قومي مشر هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل د کندز پېښه د حکومت د بې غورۍ له امله شوې ده.
هغه زياته کړه، حکومت بايد د خلکو زړونه خپل کړي، د زورواکو او متعصبو ډلو له ظلم او ستم څخه يې خلاص کړي او په عدل چلند وکړي، ځکه د کندز ناورين د همدغو ستونزو پايله ده.
د نوموړي په باور، که حکومت ځان اصلاح کړي، ولس په خپله اصلاح کېږي.
دغه قومي مشر د کندز د پېښې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه او د دغه راز پېښو د مخنيوي په موخه يې د هېواد په کچه د يوه سرتاسري سمون او اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.