Intense battle underway for Kohistanat district

سرپل (پژواک، ١١تله ٩٤): وسله والو مخالفينو د سرپل د کوهستاناتو ولسوالۍ مرکز کلابند کړى او دا مهال هلته سخته جګړه روانه ده.
د سرپل د ولايتي شورا غړي اسدالله خُرمي پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو خواوو د کوهستاناتو ولسوالۍ پر مرکز بريدونه پيل کړي دي.
د ده په وينا، د جګړې له امله د ولسوالۍ د مرکز مواصلاتي لارې تړل شوې دي.
په کوهستاناتو کې د سيمه ييزو پوليسو يو تن چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، هم ورته څرګندونې کوي او وايي چې يواځې د ګنجيا او خوال کلي د دولتي ځواکونو په لاس کې دي.
ده شکايت وکړ چې تر اوسه نور ځواکونه د هغوى مرستې ته نه دي ورغلي.
د سيمې يو اوسېدونکي هم دغه څرګندونې تاييد کړې او ويې ويل چې د کوهستاناتو شاوخوا ٣٠ قومي مشرانو د دولت او طالبانو تر منځ منځګړيتوب پيل کړى تر څو هلته د وينې تويېدو مخه ونيول وشي.
يوه بله سرچينه چې نه غواړي نوم يې څرګند شي، وايي چې له تېرې شپې راهيسې په يادو نښتو کې شل وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د هغوى د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي خو زياتوي چې د کوهستاناتو ډېرې سيمې يې نيولې او دولتي ځواکونو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
هڅه مو وکړه چې په دې اړه له ولايتي چارواکو سره خبرې وکړو، خو والي او د هغه وياند زموږ اړيکه ځواب نه کړه او د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې وويل چې امنيه قوماندان مصروف دى او نه شي کولاى دا مهال له رسنيو سره خبرې وکړي.
دغه ولسوالي د روان کال د زمري په شپږمه شپه هم وسله والو مخالفينو نيولې وه، خو د همدې مياشتې په ٣١مه بېرته دولتي ځواکونو ونيوه.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.