نقش نيروهاى مردمى در امنيت بدخشان موثر است

فيض اباد (پژواک، ١٢ تله ٩٤): د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز بدخشان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې په نږدې راتلونکي کې په ياد ولايت کې د طالبانو تر ولکې لاندې د سيمو له پاکولو، د زر کسيز ولسي ځواک له رامنځته کولو او په دغه ولايت کې د کومانډو ځواکونو د دوو قطعو له مېشتولو خبر ورکړ.
ډګر جنرال قدم شاه شهيم چې بدخشان ولايت ته يې سفر کړى، له سيمه ييزو چارواکو او د ولايتي شورا له غړو او مخورو سره د ليدنې پر مهال وويل چې امنيتي ځواکونه به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو له لوري ټولې نيول شوې سيمې، يو ځل بيا د هغوى له شتونه پاکې کړي.
هغه زياته کړه چې د بهارک ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو له ولکې ايستل شوې او ډېر ژر به د وردوج ولسوالۍ هم د امنيتي ځواکونو له لوري ونيول شي.
بهارک ولسوالۍ دوه شپې وړاندې د طالبانو له لوري ونيول شوه چې پر سبا يې يو ځل بيا د لسو پخوانيو جهادي قوماندانانو تر امر لاندې د سلګونه کسانو او امنيتي ځواکونو له لوري، د طالبانو له ولکې و ايستل شوه، خو د وردوج ولسوالۍ چې درې ورځې وړاندې د طالبانو له لوري نيول شوې؛ تر اوسه پورې د دوى تر کنټرول لاندې ده.
د هېواد د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وايي چې ډېر ژر به د بدخشان د امنيت ساتلو په موخه په دغه ولايت کې د زر کسيز ولسي ځواک کار هم پيل کړي.
هغه وويل چې دغه ځواکونه به د امنيه قوماندانۍ په چوکاټ کې تنظيم شي او د يادې قوماندانۍ له لوري به اداره کېږي.
شهيم زياته کړه چې د ياد زر کسيز ولسي ځواک وسلې او مهمات به د امنيه قوماندانۍ او معاشونه به يې د ياد ولايت د ملي امنيت رياست له لوري ورکول کېږي. هر کس به د مياشتې لس زره افغانۍ معاش او څلور زره افغانۍ بدل اعاشه ترلاسه کړي.
د هغه په وينا، ډېر ژر به د يادو ځواکونو د تنظيم په موخه د کورنيو چارو وزارت او سيمه ييزو ارګانونو ادارې يو پلاوى، بدخشان ولايت ته سفر وکړي.
د روان کال په لومړيو کې د پخوانيو جهادي قوماندانانو په ګډون سلګونو کسان د فيض اباد په ښار کې سره راټول شول او د ياد ولايت د امنيت په موخه يې د زرو کسانو د ګومارنې وړانديز وکړ او ويل يې چې ياد ځواکونه به په خپلو سيمو کې ځاى پر ځاى وي، ځکه چې دوى د نورو په پرتله په خپلو سيمو کې ښه بلد دي او د وسله والو ځواکونو په ښه ځپلو کې اغېزناکې پايلې لرلى شي.
د بدخشان ولايتي شورا د دغه ډول ځواکونو رامنځته کول د امنيت او خلکو په ګټه بولي.
د بدخشان ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بهارک ولسوالۍ په بېرته نيولو کې ولسي ځواکونو اغېزناک رول درلود.
نوموړي د پوځي تجهيزاتو او وسايلو کمښت او د امنيتي ځواکونو تر منځ د همغږۍ نه شتون؛ د وردوج او بهارک ولسواليو د سقوط لامل وبلل او زياته يې کړه چې امنيتي ځواکونه بايد غښتلي او د دوى تر منځ پوره همغږي رامنځته شي.
د وسله والو ځواکونو لوى درستيز وويل چې په بهارک ولسوالۍ او د بدخشان په مرکز فيض اباد ښار کې به په نږدې راتلونکي کې د ملي اردو د کومانډو دوه قطعې ځاى پر ځاى کړي او تر څنګ به يې دوه هليکوپټرې په فيض اباد ښار کې د همېش لپاره شتون ولري.
د ويلو ده چې د کورنيو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې د بهارک جګړې د هوايي بريد په پايله کې د طالبانو د نومول شوي والي فصيح الدين په ګډون څلوېښت وسله وال وژل شوي دي.
خو طالبانو بيا د قاري فصيح الدين وژنه رد کړې او هغه يې يوازې د دولت تبليغات ګڼلي دي.
د بدخشان امنيتي چارواکي وايي چې د وژل شوو کسانو په ډله کې بهرنيان هم شامل دي چې تر اوسه پورې يې هويت نه دى په ډاګه شوى.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.