Add new comment

کوماندوهاى اردوى ملى دو منطقۀ مهم شهرکندز را تصفيه کردند

کندوز (پژواک ١٢ تله ٩٤): امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ښار د ملي امنيت رياست او بالاحصار يې د وسله والو له شتون پاک کړي او د وسله والو له وجود څخه د ښار پاکونې په موخه کور په کور تلاشي دوام لري.
په شمال زون کې د ملي اردو د کومانډو د لومړۍ لوا وياند جاوېد سليمي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد عمليات پرون شپه دوه بجې پيل شول او په ترڅ کې يې نن د ملي امنيت رياست او بالاحصار د طالبانو له وجود پاک شوي دي.
هغه وايي، د عملياتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې او د کومانډو ځواکونه له پلان سره سم په مخ روان دي.
د سليمي په وينا، په کندوز کې د کومانډو پوره قطعې شته او د پام وړ ټولې سيمې به ډېر ژر پاکې کړل شي.
د ملي اردو کومانډو د لومړۍ لوا وياند، نن مازيګر د خبرو پر مهال زياته کړه، چې اوسمهال د ښار وضعيت ارامه دى.
بلخوا د کندوز امنيه قومندانۍ د مطبوعاتو مسوول سيد سرور حسيني وايي، طالبان له ښار څخه شړل شوي او د هېواد ملي بيرغ، نن د کندوز په چوک کې راځوړند شو.
هغه وويل، کور په کور تلاشي روانه ده، څو هغه طالبان چې د خلکو په کورونو کې پټ شوي، ونيسي او يا وځپي.
خو طالبان بيا ادعا کوي، چې اوس هم لا د کندوز په ښار کې فعاليت لري او نن يې د سه درک په سيمه کې درې ټانکونه له منځه وړي او په کې سپرو کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې، خو حسيني دغه څرګندونې رد کړې.
حسيني وويل، نن له هغو کورنيو سره چې د تېرو څو ورځو جګړو له امله سخت وږي پاتې شوي وو، د تيارې ډوډۍ مرسته هم وشوه.
بلخوا د کندوز د ولايتي شورا مرستيال امرالدين ولي د بالاحصار د نيولو د منلو ترڅنګ وايي، اوس هم په ښار کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر نښته روانه ده او د ښار شاوخوا ٧٠ سلنه سيمې د امنيتي ځواکونو تر ولکې لاندې دي او پاتې برخو کې وسله وال مخالفين فعاله دي.
هغه پژواک ته وويل: "خلک هره ورځ او هر ساعت د بمبارۍ، جګړې، لوږې او تندې له امله ژوند له لاسه ورکوي، د ملکيانو يو شمېر مړي په کوڅو کې تر سترګو کېږي او بوى يې کړى دى او د جګړې له امله د هغوى کورنۍ نه شي کولى چې دوى راټول او خښ کړي."
د ولايتي شورا د مرستيال په وينا، له تېرو اووه ورځو راهيسې د ښار وضعيت جګړه ييز حالت لري او خلک له سختو حالاتو سره مخ دي. په ښار کې هم داسې يو حالت دى، چې کېداى شي د بشريت په تاريخ کې دا ډول وضعيت نه وي تکرار شوى.
د کندوز ښار يو اوسېدونکى شېرمحمد وايي، له دې سره-سره چې حکومت هره ورځ له خلکو سره ژمنه کوي، چې ډېر ژر به د طالبانو له شتون څخه ښار پاک کړي، خو يوه ورځې بلې ته سپارل کېږي او تر اوسه پورې د ټول ښار د پاکولو په برخه کې هېڅ ډول پرمختګ نه دى شوى.
هغه ويل: "له خپلې کورنۍ سره يو ځاى د کور په تهکاوي کې له اوبو، ډوډۍ او برېښنا پرته شپې ورځې سبا کوم او طالبان په بلند منزلونو کې ځاى پر ځاى شوي او له همغو ځايونو څخه پر ملي ځواکونو ډزې کوي."
خو د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال محمد قسيم جنگلباغ وايي، له يوې اونۍ جګړې وروسته امنيتي ځواکونو د ټول ښار وضعيت تر ولکې لاندې نيولى او د ښار ټولې برخې د طالبانو له وجود پاکې شوې دي.
د هغه په وينا، د بالاحصار په نيولو سره د طالبانو ډېرى مړي د ښار په هره برخه کې تر سترګو کېږي.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.