Add new comment

دوقوم بعداز کشته شدن ١٣٠ تن صلح نمودند

فېروزکوه ( پژواک، ٩ تلې ٩٤):  دوو قومونو له شپږو کلنو شخړو او جګړو او له دواړو غاړو نه د ١٣٠ کسانوتر وژل کېدو وروسته، سوله وکړه.
يادو  دوو قومونو نن د ولايتي شورا په دفتر کې له جګړې لاس په سر شول او سوله يې وکړه.
د ولايتي شورا غړي فضل الحق احسان نن پژواک خبري اژانس ته وويل،چې  رضا او تايمني قومونه په دولينه ولسوالۍ کې مېشت دي، هغه زياته کړه چې د يادو تلفاتو تر څنګ له دواړو خواو څخه لسګونه کسان ټپيان شوي دي، شاوخوا زر کورنۍ بې ځايه شوي دي او شل ميليونه افغانۍ زيان ورته اوښتى دى.
نوموړي زياته کړه، چې په وژل شوو او ټپيانو کې ښځې اوماشومان هم شامل دي؛ خو د هغوى شمېره يې ونه ښوده.
احسان زياته کړه، چې دا دوه ډلې په پايله کې دې نتيجې ته ورسېدلې چې جګړه له وژنې او ويجاړۍ پرته بل څه نه لري، نو ځکه يې  له جګړې، د  يو بل له وژلو او لوټلو څخه لاس واخيست.
د ولايتي شورامشر وويل :" که څه دولت مخکې د دوى ترمنځ سوله کړې وه، خو بيا له دواړو غاړو څخه ١٧ کسان ووژل شول  او دولتي سولې ګټه ونه کړه او دا ځل د جګړې او تاوتريخوالي له خطرونو څخه خبر شول، يوځاى سره کېناستل ، ټولې تربګنۍ يې يو لوري ته کېښودې او سوله يې وکړه ."
هغه زياته کړه، چې دواړه غاړې د غور له سترو قومونو څخه ګڼل کېږي  او شمېر يې ښايي لس زرو کورنيو ته ورسېږي  چې  د هغوى ترمنځ نښته په سېمه ناوړه اغېز درلود او هيله ده چې د دوى د سولې له امله تلپاتې امنيت ټينګ شي.
د رضا قوم استازي مولوي محمدابراهيم خليل وويل :"  هره ورځ په خپلو کې اخته وو، ځوانانو ته مو مرګ ژوبله اوښته ، له کار او روزګار څخه پاتې وو او ماشومانو مو له ښوونځيو محروم وو او تاوتريخوالى خپل اخري حد ته رسېدلى و."
خليل زياته کړه ، چې په پايله کې د دواړو قومونو مشران او عالمان يو ځاى کيناستل او سوله يې وکړه ، له ټولې مرګ ژوبلې او اوښتو زيانونو څخه يو بل ته تېر شول  او ژمنه يې وکړه چې له دې وروسته  جګړه نه کوي.
د تايمنې قوم استازي مولوي رحيم الله وويل :" په سيمه کې له جګړې او تاوترېخوالي څخه بل څه نه و، خلک ډير بې وزله او بدمرغه  شوي وو، اوس دې پايلې ته ورسېدو چې جګړه نابودي راوړي او ګټه نه لري."
هغه زياته کړه، چې سوله د ټولو خلکو غوښتنه ده  او  دخلکو پرمټ  د هيچا له منځګړيتوب پرته ترسره شوه،  له دې وروسته به ټول د صميميت  په چاپريال کې ژوند وکړي.
هغوى په پاى کې پر ١٤ ماده ييز پرېکړه ليک لاسليکونه وکړل چې له دې وروسته به  د دوستي په فضا کې ژوند کوي.
 
 
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.