Add new comment

ميدان ښار کې لسګونه موټر د ډېر بار له امله درول شوي

ميدانښار (پژواک، ۲۸ وږى ۹۳): په ميدان وردګو ولايت کې هغه لسګونه بار وړونکي موټر تر نيول کېدو وروسته درول شوي چې له ټاکلې کچې يې زيات توکي بار کړي وو.
چارواکي وايي  چې دغه ولايت په مرکز ميدان ښار کې لسګونه هغه بار وړونکي موټر نيولي چې له ټاکلې اندازې زيات بار يې لېږداوو خو موټر چلوونکي بيا د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.
د ټېلر موټر چلوونکي ګل باز وايي، پنځه ورځې کېږي چې په ميدان ښار کې يې د چارواکو له لوري د ډېر بار له امله موټر درول شوي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه کار ښه دی او قانوني دی، خو کاش چې دغه قانون په ټولو ولايتونو کې واى، موږ له شپږو ولايتونو راتېر شوي يو، خو هېچا راته تر دې دمه څه نه دي ويلي.))
يو بل موټر چلوونکی سيد عبدالمتين وايي: ((موږ ته په نورو ولايتونو کې اجازه راکړل شوې چې ۳۱ ټنه توکي بار کړو خو په ميدان وردګو ولايت کې د وزن معلومولو مسوولين ياده اندازه هم لوړه بولي.
هغه زياته کړه، پخوا به يې يوه اندازه پيسې ورکولې او له جرمانې پرته به يې مشکل حل کاوو خو په دې وروستيو کې قانوني او غير قانوني کسانو ته جرمانې ورکول کېږي.
د شمس الرحمن په نوم يو بل چلوونکی وايي، د موټرو درېدو له امله هره ورځ ورته لسګونه زره افغانۍ زيان رسېږي.
د نوموړي په وينا، د حکومت له لوري پرې ۶۰ زره افغانۍ جرمانه راغلې او د دوی په موټر کې د بار شوي مال ټوله کرايه ۲۲ زره افغانۍ ده نو دوی جرمانه له کومو پيسو ورکړي.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼی وايي تر دې مهاله يې لسګونه موټر له ټاکلې اندازۍ د ډېر بار د جرمانې د ورکړې په موخه درولي دي.
هغه زياته کړه، تر هغه چې ياد موټر چلوونکي لخه ټاکلې اندازې د زيات بار له امله جرمانه ورنه کړي، هېڅ موټر ته به د تګ اجازه ورنه کړي.
د خوږياڼي په وينا، دغه کار يې د قانون پلي کولو او همدا راز د زيات بار له امله د سړکونو د تخريب د مخنيوي په موخه پيل کړی،چې پخوا په وزن معلومولو څانګه کې د زيات فساد له امله دغه کړنه نه ترسره کېده.
د دغه ولايت د ولايتي شورا غړي ميرويس اميري هم د ولايت مقام له لوري د دغه کړنې هرکلی وکړ او زياته يې کړه، څو ځلې په دغه ولايت کې جوړ شوي سړکونه هم د همدغه درنو بار وړونکو موټرو د تګ راتګ له امله تخريب شوي دي.
هغه د دې کړنې پر دوام او شفافيت باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه، ټولو موټر چلوونکو ته دې چې سرغړونه يې کړې، قانوني جرمانې ورکړل شي او همدا راز دې له هېچا سره اړيکه ونه پالل شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.