د ولايتي شوراګانو ټاکنې

ګردېز (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوخ لاريون په ترڅ کې په برېښنايي تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې وه چې د برېښنايي تذکرو وېشل پيل شي خو د ځينو سياسي مسايلو او په ځانګړې توګه په تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو او يا هم نه ليکلو له امله د يادو تذکرو وېشل ځنډول شوي دي.
د پکتيا د مرکز ګردېز ښار سلګونو اوسېدونکو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو د وږي په ١١مه د يو لاريون په ترڅ کې ټينګار وکړ چې په برېښنايي تذکره کې بايد د افغان کلمه وليکل شي.

مېمنه (پژواک، ١١ وږى ٩٤): فارياب کې د ښځو چارو بنسټونه او ولايتي شورا، که څه هم د تېرې يوې لسيزې په پرتله د ښځو حضور د پام وړ او فعال بولي، خو بيا هم په مهمو سياسي پرېکړو او ټولنيزو فعاليتونو کې د دوى رول پيکه بولي.
دوى وايي چې په افغانستان کې د نوي نظام له رامنځته کېدو وروسته ښځې له بند ازادې شوې، مدرسې او ښوونځي يې پر مخ پرانېستل شول، لسګونه فرهنګي، مدني، حقوقي، حرفوي او رسنيز بنسټونه رامنځته شول، خو نا امنۍ، نرواکي او د دولتي او غيردولتي بنسټونو په اړه د کورنيو بې باورۍ د ښځو حضور پيکه کړى دى.

جلال اباد (پژواک،۱۰وږی۹۴):د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان وايي وسله والو طالبانو په خپلې پوځي ستراتيژۍ کې د بدلون په راوستو مهمې چارې سخت دريځو وسله والو ته سپارلې دي.
تورنجنرال محمد زمان وزيري د پاکستان څارګره اداره د طالبانو په مستقيمه همکارۍ تورنه کړه او ويې ويل، چې د دولت وسله وال مخالفين اوس د پخوا برخلاف ډله ييز بريدونه کوي او د خپلو کوچنيو وسله والو ګروپونو تشکيلات يې ډېر کړي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان دا څرګندونې د وږي په ۱۰مه، په ياده قول اردو کې د ننګرهار د ولايتي شورا د رهبرۍ له لوري د افغان سرتېرو او نوموړي د ستاينې په غونډه کې وکړې.

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وږی ۹۴): د هلمند ولايت د بېلابېلو ولسواليو قومي مشران او دیني عالمان وايي چې اداري فساد او د سيمه ييزو چارواکو بې عدالتي په دغه ولايت کې د ناامنۍ لامل شوى دى.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي نن په لښکرګاه ښار کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د امنيتي حالاتو د کابو کولو په موخه ګډه غونډه درلوده.
د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم مولوي مختاراحمد حقاني وويل چې د حالاتو د سمون په موخه بايد والي په دولتي ادارو کې بدلون راولي.

غزني ښار (پژواک، ١٠ وږى ٩٤): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او پاڅون کوونکو تر منځ نښته شوې چې په ترڅ کې يې پنځه پاڅون کوونکي او څلور طالبان وژل شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د وږى په١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د اندړو ولسوالۍ په ګنډير سيمه کې د پاڅون کوونکو پر پوسته بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې په پوسته کې د پاڅون کوونکو د قوماندان پاچا په ګډون پنځه کسان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.
ننګ زياته کړه چې د پاڅون کوونکو له لوري په ځوابي ډزو کې څلور طالبان وژل شوي او درى نور ټپيان دي.

فراه(پژواک،٩وږی۹۴):دفراه دولايتي شوراغړي وايي چې د دي ولايت په مرکز کې له درېيو مياشتوراهيسې لسګونه مرموزې وژنې شوي چې نوريې بايد حکومت مخه ونيسي.
د فراه د ولايتي شورا مرستيال خيرمحمد نورزي د وږي په ٩مه د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په تېرو درېيو مياشتو کې د دې ولايت په مرکز کې له شلو زيات کسان په مرموز ډول وژل شوي دي.
ده وويل چې په وژل شويو کسانو کې دعامو خلکو ترڅنګ پوليس، څارنوالان او نور دولتي کسان هم شامل دي.
نورزى وايي چې په فراه کې پرله پسې وژنو د خلکو پر روان بده اغيزه کړې او اوس خلک نه شي کولى په اسانه ښار ته تګ راتګ وکړي.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې