Add new comment

پکتياوال: په تذکره کې بايد (افغان) وليکل شي

ګردېز (پژواک، ١١ وږى ٩٤): د پکتيا ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوخ لاريون په ترڅ کې په برېښنايي تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې وه چې د برېښنايي تذکرو وېشل پيل شي خو د ځينو سياسي مسايلو او په ځانګړې توګه په تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو او يا هم نه ليکلو له امله د يادو تذکرو وېشل ځنډول شوي دي.
د پکتيا د مرکز ګردېز ښار سلګونو اوسېدونکو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو او د مدني ټولنې غړو د وږي په ١١مه د يو لاريون په ترڅ کې ټينګار وکړ چې په برېښنايي تذکره کې بايد د افغان کلمه وليکل شي.
يوه لاريون کوونکي او د مدني ټولنې غړي احمدشاه احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغه لاريون څخه اساسي موخه دا ده چې حکومت بايد په تذکرو کې افغان کلمه وليکي.
هغه زياته کړه: ((زموږ غږ بايد واورېدل شي اوس هم سر وخت دى د افغان کلمه بايد په تذکرو کې وليکل شي.))
احمدزي ګواښ وکړ که چېرې حکومت په تذکرو کې د افغان کلمه ونه ليکي، د پکتيا خلک به د تذکرو د وېش پر مهال ګڼې ستونزې جوړې کړي.
د پکتيا ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې له اساسي قانون سره سم بايد په تذکره کې د افغان کلمه وليکل شي.
د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي چې په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې يې په مستقيم ډول خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي.
د همدې مادې له مخې، د افغان ملت له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري، عبارت دى د افغان كلمه د افغان ملـت پر هر فرد اطلاق كېږي.
د منګل په وينا، که چېرې حکومت په برېښنايي تذکرو کې د افغان کلمه ونه ليکي، دا کار به ښې پايلې ونه لري او هېواد به د تجزيې خوا ته بوځي.
هغه زياته کړه: ((دا اخري لاريون نه دى وروسته له دې به کليو او بانډو کې هم لاريونونه پيل شي او ټول به په تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو غوښتنه کوي.))
يوه بل لاريون کوونکي محمديوسف پژواک ته وويل: ((موږ بې هويته تذکرې نه اخلو که د افغان کلمه په کې نه وي هېڅ دا تذکرې زموږ په کار نه دي.))
ده وويل که حکومت غواړي ستونزې ورته جوړې نه شي، نو بايد په تذکرو کې د افغان کلمه وليکي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د پکتيا په ګډون د هېواد په بېلابېلو سيمو کې په تذکره کې د افغان کلمې د ليکلو په ملاتړ لاريونونه شوي دي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.