خلک: فساد او د چارواکو بې عدالتي په هلمند کې د نا امنيو لامل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ وږی ۹۴): د هلمند ولايت د بېلابېلو ولسواليو قومي مشران او دیني عالمان وايي چې اداري فساد او د سيمه ييزو چارواکو بې عدالتي په دغه ولايت کې د ناامنۍ لامل شوى دى.
د هلمند والي ميرزا خان رحيمي نن په لښکرګاه ښار کې له قومي مشرانو او ديني عالمانو سره د امنيتي حالاتو د کابو کولو په موخه ګډه غونډه درلوده.
د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي او دیني عالم مولوي مختاراحمد حقاني وويل چې د حالاتو د سمون په موخه بايد والي په دولتي ادارو کې بدلون راولي.
نوموړي زیاته کړه چې حکومت بايد د وسله والو مخالفینو پر وړاندې جدي دريځ غوره کړي؛ ځکه تر څو چې دا کار ونه شي امنيت نه راځي.
د ګرمسیر ولسوالۍ د ټولنیزي شورا ريیس محبوب خان وويل چې په ټولو دولتي ادارو کې خو په ځانګړې ډول په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد کچه لوړه ده.
هغه وويل: ((پولیس او نور ارګانونه د دولت وسله وال مخالفین نیسي، خو عدلي ارګانونه يې د پیسو او رشوت  په بدل کې خوشي کوي چې دغه کار د امنیتي ارګانونو په کار منفي اغېزه کړې ده.))
د مارجې ولسوالۍ قومي  مشر حاجي حقبین وویل، په هلمند کې اوسنۍ نا امني د همدې ځایي ادارې له خوا جوړه شوې ده.
ده وويل چې د سيمه ييزو چارواکو بې عدالتي د دې لامل شوې چې  د دولت وسله وال مخالفین ډېر او پياوړي شي.
هغه زياته کړه: ((که سالمه اداره جوړه شي، خلکو ته سم  خدمات وړاندي شي، عام ولس به  په خپله له دولت سره د امنیت په برخه کې بشپړه مرسته کوي.))
د سنګین ولسوالۍ د ټولنیزي شورا پخواني ريیس حاجي داوود تور پورې کړ چې دولتي چارواکي د وسله والو مخالفينو مدافعين دي.
هغه وويل چې د نشه يي توکو قاچاق وړونکي نيول کېږي خو دولتي چارواکي يې د پيسو په مقابل کې بېرته خوشي کوي.
نوموړي زياته کړه: ((یوازې په سنګین کې د تېر کال په جګړه کې ٧ زره ملکي وګړي، سیمه ییز او ملي پولیس ووژل شول، خو دولت يې ننګه ونه کړه او له دې جګړي یواځې د ګوتو په شمېر کسانو ګټه ترلاسه کوي.))
د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکي معلم عبدالبصیر وویل چې ملي امنيت بايد خپلې هڅې ګړندۍ کړي ځکه هره ورځ د هلمند شمالي ولسواليو ته له ايران او پاکستان څخه له وسلو بار موټر راځي خو کله هم ونه نيول شوې.
هغه وويل: ((تر هغو چې استخبارات  قوي نه شي، ورکړل شوي امکانات په سمه توګه ونه کارول شي يواځې په جګړه امنيت نه راځي.))
د هلمند د ولايتي شورا مشر محمد کريم اتل وايي چې حکومتي چارواکي د ولايتي شوراګانو د غړو مشورو ته غوږ نه نيسي.
هغه وويل چې د نوزاد او موسى کلا ولسواليو د سقوط په اړه يې دولتي چارواکو ته خبر ورکړ خو هېڅ ډول مخ نيونه يې ونه کړه.
د هلمند والي میرزا خان  رحيمي ومنله چې په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې ډېرې دي خو زياته يې کړه چې د بې عدالتيو او فساد د مخنيوي په برخه کې بايد قومي مشران او ديني عالمان ورسره مرسته وکړي.
هغه وويل چې د هلمند په سيمه ييزه اداره کې د سمون په موخه يې ځيني پلانونه جوړ کړي او ډېر ژر به يې عملي کړي.
د رحيمي په وينا، د يادو قومي مشرانو څرګندونې به په کابل کې له حکومتي مشرانو سره هم شريکې کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.