Add new comment

وزیري: طالبانو سخت دريځي وسله وال د رهبرۍ پر پوستونو ګومارلي

جلال اباد (پژواک،۱۰وږی۹۴):د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان وايي وسله والو طالبانو په خپلې پوځي ستراتيژۍ کې د بدلون په راوستو مهمې چارې سخت دريځو وسله والو ته سپارلې دي.
تورنجنرال محمد زمان وزيري د پاکستان څارګره اداره د طالبانو په مستقيمه همکارۍ تورنه کړه او ويې ويل، چې د دولت وسله وال مخالفين اوس د پخوا برخلاف ډله ييز بريدونه کوي او د خپلو کوچنيو وسله والو ګروپونو تشکيلات يې ډېر کړي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان دا څرګندونې د وږي په ۱۰مه، په ياده قول اردو کې د ننګرهار د ولايتي شورا د رهبرۍ له لوري د افغان سرتېرو او نوموړي د ستاينې په غونډه کې وکړې.
د ولايتي شورا رييس او غړو يې په ياده غونډه کې په دې ولايت کې د وسپنيز مثلث په نوم  د ترسره شوو عملياتو ساينه وکړه او په همدې موخه يې د سېلاب قول اردو قوماندان ته ستاينليک ورکړ.
د وسپنيز مثلث عمليات د تېرې مياشتې په ۱۰مه د خوږياڼو، حصارک او شېرزادو په ولسواليو کې پيل شول او د وږي په اتمه پای ته ورسېدل.
زمان وزيري په خپلو خبرو کې وويل، چې د امنیتي مسوليتونو تر انتقال وروسته وسله والو طالبانو خپله جنګي تګلاره بدله کړې ده.
وزيري يادونه وکړه: " مخالفينو خپل نومول شوي ولسوالان او قوماندانان سخت دریځي وسله وال ټاکلي، ځانمرګي بريدونه يې پخوا انفرادي و، اوس يې ډله ييز کړي،پخوا به سيار ګرځېدل اوس يې په لسګونه وسله وال ډله ييز بريدونه کوي. دا ټول څه د ميرانشاه او د پېښور شورا څخه د ای اس ای په مستقيمه همکارۍ رهبري کېږي. "
دغه پوځي چارواکي وسپنيز مثلث عملياتو کې د ملکي مرګ ژوبلې راپورونه رد کړل او دغه عمليات يې ځکه بريالي وبلل، چې په سيمه کې يې د ثبات تر څنګ خپل پوځي تحکيمات پياوړي او  اکمال کړي دي.
چارواکو په دغو عملياتو کې د ۱۵۰ وسله والو د وژلو او ۱۱۲ د ټپي کېدو خبر ورکړى، خو د خوږياڼو شورا په کابل کې دعوه کړې وه چې په دې عملياتو کې شاوخوا ٧٠ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
وزيري وايي: "خوږياڼو کې عمليات بريالی و، ملکي مرګ ژوبله نه لري.د سيمې خلک پرمختيايي کارونو ته اړتيا لري. د عملياتو پر مهال سيمه ييزو خلکو زموږ ډېر هرکلی وکړ. "
بله خوا د ننګرهار د ولايتي شورا مرستيال ډاکټر ناصر کامه وال د وسپنيز مثلث عمليات بريالي وبلل او غوښتنه يې وکړه، چې چارواکي بايد خپل سرتېري تقدير کړي.
هغه د ولايتي شورا په استازيتوب له ولسمشرۍ ماڼۍ غوښتنه وکړه، چې د سېلاب قول اردو قوماندان ته د ښه رهبرۍ له امله فوق العاده رتبه ورکړي.
د غونډې په پای کې د ننګرهار ولايتي شورا رييس احمدعلي حضرت د ۲۰۱ سېلاب قول اردو قوماندان ته په بېلا بېلو عملياتو کې د ښه لاسته راوړنو او رهبرۍ له امله ستاينليک ورکړ .
په دې مراسمو کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو شمېر غړو هم برخه درلوده.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.