د ولايتي شوراګانو ټاکنې

قلعه نو (پژواک، ٥ وږى ۹۴): د ولايتي شورا د ځينو غړو او د سيمې د خلکو په سلا او همکارۍ د بادغيس په قادس او جوند ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه "دفاعي ډلې" جوړې شوې دي.
د چارو ځيني شنونکي دا ډول جوړښتونه د هېواد په ګټه نه بولي، خو د بادغيس امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې د يادو ډلو رامنځته کېدل د امنيت په ګټه دي او دغه ډلې د امنيې قوماندانۍ تر څار لاندې دي.
د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې "دفاعي ډله" شاوخوا يوه اونۍ مخکې رامنځته شوې ده.

ميدانښار (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د ميدان وردګو ولايتي شورا غړي وايي چې په دغه ولايت کې په ملکي، نظامي او قضايي ادارو کې ګڼ شمېر بېلابېلې ستونزې شتون لري او له چارواکو يې د له منځه وړو غوښتنه وکړه .
دغه څرګندونې د ولايتي شورا غړو په هغې غونډه کې وکړې چې د وږي په ٥مه د ولايتي شورا په ودانۍ کې جوړه شوې وه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې والي حيات الله حيات او نورو ځايي چارواکو هم برخه اخيستې وه.

مزارشريف (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د  بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس وايي چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف په هېواد کې د نا امنۍ او اداري فساد د ډېرېدو ستر لامل دی.
د ولايتي شورا مشر محمدابراهيم خير اندېش په مزارشريف ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورځ تر بلې په هېواد کې نا امني او اداري فساد مخ په ډېرېدو دي.
نوموړي زياته کړه چې په افغانستان غوندې هېواد کې امنيت تر ټولو جدي اړتيا ده؛ خو د دې خاورې خلک ترې برخمن نه دي.
د هغه په وينا، لا هم د امنيت راوستو او د فساد د مخنيوي لپاره لازمې هڅې نه دې شوې؛ که نه ضرور به يې نتيجه ورکوله.

ميدانښار (پژواک، ۴ وږى ۹۴): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ۳۱ نجونې مسموم شوې دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د کوه بېرون سيمې ته څېرمه د نجونو او هلکانو د بابا ولي په نوم په يوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه نجونې څنګه مسمومې شوې خو تر پېښې وروسته د ياد ښوونځي ۳۱ زده کوونکې د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوې وې.

لښکرګاه (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د هلمند د ولايتي شورا رييس د موسى کلا پر سقوط د اندېښنې څرګندولو تر څنګ چارواکي پر بې پروايۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې د تېرې شپې په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل د وږي په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د موسى کلا پر سقوط اندېښنه وښوده او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي خو ملکي پرسونل له ټپيانو سره داسې يوې سيمې ته تللي چې امنيت يې خوندي نه دى.
د هغه په وينا، په دې سيمه کې اوس هم د دوى ژوند له ګواښ سره مخ دى.

کندوز (پژواک، ٣ وږى ٩٤):ځايي چارواکي وايي چې په کندوز کې د بې پيلوټه الوتکي بريد کې د جندالله پر مشر سربېره د دې ډلې د دريو قوماندانانو په ګډون شپږ کسان وژل شوي چې وژل کېدل به يې پر امنيت مثبت اغېز ولري.
د جندالله ډلې مشر قاري غلام حضرت چې په ابو حذيفه مشهور و، تېر مازديګر په چهاردرې ولسوالۍ کې ووژل شو.
د ملي امنيت رياست په يوه خپره کړې خبرپاڼه کې ابو حذيفه د ترهګريزو شبکو يو ستر مشر بللى چې په کندوز کې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې د جګړې د مخته وړلو يو کليدي مشر و، خو په دې اړه يې نور جزئيات نه دي ورکړي.

کندهار (پژواک، ٣ زمرى ٩٤): د کندهار ښار اړوند د باى پاس سړک چې شاوخوا درې کيلومتره دى، د رغولو چارې پيل شوې دي.
دغه سړک د کندهار ښار له دويمې دوه لارې تر هندو څلورلارې پورې غځېږي چې د کندهار- کابل، کندهار- هرات او کندهار- سپين بولدک ترانزيټي لارې سره نښلوي.
د وږي په ٣مه د دغه سړک د رغونې د چارو د پيل په مراسمو کې د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي، ښاروال قاضي محمد عمر عمر، د ولايتي شورا غړو او نورو چارواکو ګډون کړى و.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې