Add new comment

بادغيس کې ٧٥٠ وسله وال په"دفاعي ډلو" کې تنظيم شوي

قلعه نو (پژواک، ٥ وږى ۹۴): د ولايتي شورا د ځينو غړو او د سيمې د خلکو په سلا او همکارۍ د بادغيس په قادس او جوند ولسواليو کې د امنيت د ټينګښت په موخه "دفاعي ډلې" جوړې شوې دي.
د چارو ځيني شنونکي دا ډول جوړښتونه د هېواد په ګټه نه بولي، خو د بادغيس امنيه قومانداني وايي چې په دغه ولايت کې د يادو ډلو رامنځته کېدل د امنيت په ګټه دي او دغه ډلې د امنيې قوماندانۍ تر څار لاندې دي.
د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې "دفاعي ډله" شاوخوا يوه اونۍ مخکې رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د ولايتي شورا مشر حاجي بهاءالدين قادسي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د دې ولسوالۍ وروستيو نا امنيو ته په پام، يو شمېر اوسېدونکو له ولايتي شورا وغوښتل چې د دې ولسوالۍ د خلکو په همکارۍ دفاعي ډله جوړې کړي، زه د قادس ولسوالۍ ته ولاړم او هلته د دې ولسوالۍ د مرکز په ګډون د بويه، شش مني، لنګرشريف او قادس خوردک په کليو کې مو له خلکو سره تر مشورې وروسته د ۲۵۰ ځوانانو په ګډون يوه دفاعي ډله جوړه کړه چې په بېړنيو حالاتو کې به له خپلو سيمو دفاع کوي."
د ولايتي شورا مشر وايي چې دغه ډله له خپلو امکاناتو او وسلو څخه په ګټې اخيستنې د اړتيا په وخت کې له خپلې سيمې ساتنه کوي او له دولت څخه تنخوا هم نه اخلي.
قادس پخوا امنه ولسوالي وه، خو له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې يې امنيتي وضعيت خراب شوى دى.
د دې ولسوالۍد "بويه" کلي اوسېدونکی او د دفاعي ډلې غړى الله داد وايي: "د طالبانو له برېدونو ستړي شوو، طالبانو زموږ د کرنيزو حاصلاتو د راټولو مخنيوی کاوه، نو د امنيت د ټينګښت په موخه له نورو ځوانانو سره يو ځای راپاڅېدو تر څو له خپلو کليو ساتنه وکړو."
هغه زياتوي، دوی د ولايتي شورا له غړو خوښ دي چې د دې دفاعي ډلې د جوړېدو په برخه کې يې هڅې کړې دي.
دى په داسې حال کې چې وايي، دغه ډله دا مهال يوه اندازه خپلې پخوانۍ وسلې لري، له دولت نه غواړي چې له دې ډلې سره د وسلو او مهماتو په برخه کې مرسته وکړي.
د همدې ولسوالۍ د "لنګر شريف" سيمې اوسېدونکى او د يادې دفاعي ډلې بل غړي نورمحمد وايي: "له موږ سره خپلې وسلې دي، کومې مو چې د جهاد پر مهال اخيستې وې؛ اوس دغه وسلې له خپلو سيمو د دفاع په برخه کې کاروو، هيله لرم چې په نورو سيمو کې هم ورته ډلې جوړې شي او ځوانان له خپلو سيمو په خپله دفاع وکړي."
د ده په وينا، دوی باوري دي چې د دې دفاعي ډلې جوړېدل به ښې پايلې ولري او په سيمه کې ورسره امنيتي وضعيت ښه شي.
د سيمې عام وګړي هم د دې ډلو له جوړښت سره مخالفت نه ښيي، خو اندېښنه لري چې دغه وسله وال په سيمه کې د خلکو د ځورونې لامل نه شي.
د قادس ولسوالۍ د "خدا مهدي" د کلي اوسېدونکى نجيب الله هم وايي، دا ښه کار دی چې خلک په خپله له خپلو سيمو دفاع وکړي، خو بايد دغه کسان خپلې وسلې يواځې د خپلو سيمو د ساتنې او امنيت د ټينګښت لپاره وکاروي.
نجيب الله له دولت څخه غوښتنه کوي چې د يادې ډلې وسلې ثبت کړي، تر څو په راتلونکي کې د دې وسله والو له خوا د بې ځايه ځورونو مخنيوى شوى وي.
دی وايي: "که چېرې دولت د دوی وسلې ثبت کړي، دوی نه شي کولای بې ځايه مزاحمتونه وکړي او دولت کولای شي هغه کسان چې د جرم مرتکب شي ژر تشخيص او و نيسي."
شاوخوا يوه نيمه مياشت مخکې د دغه ولايت په جوند ولسوالۍ کې هم ورته دفاعي ډله جوړه شوې ده.
د جوند ولسوالۍ اوسېدونکى او د ولايتي شورا غړى فريد اخيزي وايي، د جوند دفاعي ډله چې د سيمې د مخورو او ولايتي شورا په همغږۍ رامنځته شوې، ٥٠٠ غړي لري.
ده زياته کړه چې د دې ډلې له کسانو سره د روسانو پر وړاندې د جهاد د وخت وسلې دي او له دولت څخه د تنخوا له ترلاسه کولو پرته، په خپلو امکاناتو له خپلې سيمې ساتنه کوي او د امنيتي ځواکونو تر څنګ درېږي.
هغه وايي چې د دې ډلې له جوړېدو سره د جوند امنيتي وضعيت ښه شوى او د سيمې خلک له دې ډلې خوښ دي.
د بادغيس د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالقيوم انګار په جوند او قادس کې د "دفاعي ډلو" د جوړېدو په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا ډلې د دغه ولايت د امنيتي چارواکو په مشوره جوړې شوې او د امنيت د ټينګښت په برخه کې يې مثبتې پايلې لرلې دي.
هغه وايي: "کوم کسان چې په دې ډلو کې په دندو ګومارل شوي هغه کسان دي چې د کورنۍ ځيني غړي يې په دولتي ارګانونو کې دندې لري، موږ کولای شو په جدي ډول د دې دفاعي ډلو کړنې وڅارو او کنټرول يې کړو."
د هغه په وينا، په قادس کې ځکه دا ډله رامنځته شوه چې په جوند کې ورته اقدام د امنيت په برخه کې ښې پايلې لرلې دي.
د هغه د څرګندونو له مخې، د بادغيس امنيه قومانداني په پام کې لري چې ډېر ژر ورته دفاعي ډله د بالامرغاب په ولسوالۍ کې هم جوړه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په شمالي او ځينو نورو ولايتونو کې هم د ولسي پاڅونونو په نوم وسله والې ډلې رامنځته شوي او وايي چې له خپلو سيمو ساتنه کوي.
خو د پوځي چارو شنونکی جنرال عتيق الله امرخېل په اند، له ملي ځواکونو پرته تر هر نوم لاندې د وسله والو ډلو جوړول د هېواد په ګټه نه دي.
د ده په وينا، د داسې ډلو جوړول نه يواځې د امنيت د ټينګښت لپاره ګټورې نه دي، بلکې امنيت ګواښي او هېواد له امنيتي بحران سره مخ کوي.
هغه وايي: "دا شخصي قوتونه دي چې جوړيږي او مسلح کېږي، که طالب پيسې ورکړې له طالب سره ولاړ دي او که بل چا ورکړې نو له هغه سره؛ څوک يې مخه هم نه شي نيولای؛ ځکه دغه کسان مسلح دي، زه دا يو ستر بحران بولم او له بده مرغه دغه بحران د پياوړي کېدو په حال کې دی."
د ده په وينا، دا شخصي قوتونه دي چې خلک يې جوړوي او هېڅ تضمين هم نشته چې دغه وسله وال به د نورو موخو لپاره نه کارول کېږي.
دی زياتوي: "يو مملکت چې سرتېري ولري، افسران ولري، پر هغوی مصروفونه کېږي، دولت وي او نظم وي؛ د دفاعي ډلو جوړېدل هېڅ معنی نه لري، دا شخصي اردو ده، شخصي خلک دي، شخصي قوتونه دي، د دفاع په نوم جوړېږي؛ خو همدغه ډلې دي چې غلاوې کوي، خلک تښتوي، د خلکو مال خوري، په خلکو ظلم او ستم کوي، هېڅوک هم نشته چې مخه يې ونيسې؛ د دې ډلو د جوړېدو پيل او پای همدا دی."
دی وايي، د ناقانونه او تش په نوم وسله والو ډلو جوړول ډېر اسانه کار دی خو د دې ډلو رعيت کول او له دې ډلو د وسلو اخيستل ساده کار نه دی.
ده وويل: "دا هغه سياست دی، کله چې انګليس هندوستان اشغال کړ هلته يې د راجا ګانو په نوم بېلابېل ګروپونه جوړ کړل، په هر ولايت په هره سيمه کې يو راجا رامنځته شو، کله به په خپل منځ کې سره جنګېدل او کله به يې ولس د انګليس متابعت ته راباله ، بالاخره همغه زوړ سياست او زړه بازي نن افغانستان کې روانه ده او يواځېنی هدف يې د نظام تخريب او له منځه وړل دي."
هغه وايي، په کار ده چې د ناقانونه وسله والو ډلو پر ځاى وسله وال ځواکونه پياوړي شي.
د پوځي چارو بل شنونکی عبدالواحد طاقت هم وايي، کوم هېواد چې ملي امنيتي او دفاعي ځواکونه ولري، د نورو وسله والو ډلو جوړېدو ته اړتيا نه لري.
د ده په اند، له امنيتي ځواکونو پرته نورې وسله والې ډلې يواځې په هېواد کې د بحران د رامنځته کېدو په موخه جوړېږي او بايد دولت يې مخه ونيسي.
طاقت وايي: "موږ ډېر شمېر امنيتي ځواکونه لرو، د دې پر ځای چې د خپلو شخصي ګټو، غلاوو، ترور او نورو وحشتونو د رامنځته کولو په هدف شخصې ډلې او شخصي اردو جوړ کړو؛ لازمه ده چې خپل امنيتي ځواکونه تقويه او ملاتړ يې وکړو."

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.