Add new comment

31 schoolgirls poisoned in Maidan Wardak

ميدانښار (پژواک، ۴ وږى ۹۴): چارواکي وايي چې د ميدان وردګو ولايت د مرکزي بهسودو ولسوالۍ په يوه ښوونځي کې ۳۱ نجونې مسموم شوې دي.
د دغه ولايت د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وږي په ۴مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره ورځ له غرمې وروسته د مرکزي بهسودو ولسوالۍ د کوه بېرون سيمې ته څېرمه د نجونو او هلکانو د بابا ولي په نوم په يوه ښوونځي کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زياته کړه، تر اوسه معلومه نه ده چې دغه نجونې څنګه مسمومې شوې خو تر پېښې وروسته د ياد ښوونځي ۳۱ زده کوونکې د درملنې په موخه نږدې روغتون ته لېږدول شوې وې.
خوږياڼى وايي چې تر درملنې وروسته يادې نجونې خپلو کورونو ته لېږدول شوې او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
د والي وياند وويل، د کشفي او نورو ارګانونو هڅې روانې دي تر څو معلومه کړي چې دغه مسوميت څه ډول رامنځته شوى خو تر دې دمه يې په اړه دقيق معلومات نشته.
د وردګو د پوهنې رييس فضل الرحمن طارق پژواک اژانس ته وويل، په ياده لېسه کې ښځينه او نارينه زده کوونکو زدکړې کولې او مسمومې شوې نجونې د لسم، يوولسم او دوولسم ټولګيو زده کوونکې دي.
هغه زياته کړه، دغه نجونې په درى بېلابېلو ټولګيو کې مسمومې شوې چې وروسته يې درملنه شوې خو تر اوسه يې د مسموېدو لامل څرګند نه دی.
خو د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام فاروق مخلص وردګ پژواک ته وويل چې په ياده پېښه کې ۲۶ نجونې او ۵ هلکان مسموم شوي وو چې له درملنې وروسته خپلو کورونو ته لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وينا، له مسموم شوو نجونو دوه يې د نورو ناروغيو له امله اوس هم له دوی سره په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې بستر دي.
مخلص زياته کړه: ((دغه زده کوونکې په ډېر مهارت سره مسموم شوې او روغتيايي کار کوونکو يې د مسمومېدو په اصلي لامل پيدا کولو بريالي نه شول.))
د ميدان وردګو د ولايتي شورا غړې حليمې عسکري له پژواک اژانس سره په خبرو کې له حکومته وغوښتل چې دا پېښه جدي وڅېړي او عاملين يې د قانون منګولو ته وسپاري.
د يادونې ده، دا لومړی ځل دی چې په ميدان وردګو ولايت کې په يوه ښوونځي کې زده کوونکې مسمومېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.