در سقوط موسى قلعه ٢٥ سرباز کشته و ٤٠ تن جراحت برداشته اند

لښکرګاه (پژواک، ٤ وږى ٩٤): د هلمند د ولايتي شورا رييس د موسى کلا پر سقوط د اندېښنې څرګندولو تر څنګ چارواکي پر بې پروايۍ تورن کړ او زياته يې کړه چې د تېرې شپې په جګړه کې ٢٥ سرتېري وژل شوي او ٤٠ نور ټپيان شوي دي.
د هلمند د ولايتي شورا رييس حاجي کريم اتل د وږي په ٤مه له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د موسى کلا پر سقوط اندېښنه وښوده او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه له ولسوالۍ وتلي خو ملکي پرسونل له ټپيانو سره داسې يوې سيمې ته تللي چې امنيت يې خوندي نه دى.
د هغه په وينا، په دې سيمه کې اوس هم د دوى ژوند له ګواښ سره مخ دى.
نوموړي زياته کړه چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې موسی کلا ولسوالي کلابنده وه، امنيتي مسوولينو د مرستې يواځې ژمنې کولې خو په عمل کې هېڅ هم نه وو.
د ولايتي شورا رييس وايي چې د همدې جګړې پر مهال چې سرتېرو د ولسوالۍ له مرکزه د دفاع په موخه وکړه، تېره شپه ۲۵ سرتېري وژل شوي او شاوخوا ۴۰ نور ټپيان شوي دي.
د اتل په وينا، د موسی کلا ولسوالۍ له لاسه وتل به امنيتي ګواښونه تر ګرشک ولسوالۍ او مرکز لښکرګاه پورې را ورسوي چې بيا به يې کنټرول نور هم ستونزمن شي.
د موسى کلا اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي عبدالمجيد اخندزاده پژواک ته وويل چې اوس تر ټولو اړينه دا ده، هغه ملکي او نظامي مامورين چې له ولسوالۍ وتلي او له سخت ګواښ سره مخ دي، بايد وژغورل شي.
د ده په وينا، ياد پرسونل اوس په يوه دښته کې په داسې حال کې پراته دي چې ګڼ ټپيان هم ورسره دي او د ټپيانو د لېږدولو لپاره هېڅ وسايل نه لري.
اخندازاده غوښتنه وکړه چې د يادو ټپيانو او ژغورل شوو ملکي او نظامي پرسونل د لېږدولو په موخه دې چارواکي جدي او چټک اقدام وکړي او الوتکې دې ور ولېږي.
نوموړي له امنيتي مسوولينو ګيله وکړه چې په تېرو پنځو ورځو کې يې ياده ولسوالي له محاصرې خلاصه نه کړه او نه يې هم مهمات ور ولېږل.
د هلمند د ولايتي شورا د امنيتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر هم وويل چې د تېرې شپې په جګړه کې چې د ولسوالۍ د سقوط د مخنيوي په موخه ترسره شول، د ۱۰۰ په شاوخوا کې سرتېري ټپيان شوي او مړه هم لري چې ډېری مړي د جګړې په سيمه کې پاتې دي.
نوموړي زياته کړه، موسی کلا په لوی لاس طالبانو ته پرېښودل شوه او پر دې باور دي چې دا يوه پروژه وه چې تر نوزاد وروسته يې موسی کلا هم وسله والو مخالفينو ته وسپارله او همدا ډول به په نوبت سره نورې شمالي ولسوالۍ هم طالبانو ته وسپارل شي.
د شاکر په خبره، که چېرې دولت دا ډول پروژه پلې کوي، سيمې دې بې جګړې طالبانو ته ور وسپاري، لږ تر لږه خو به سرتېري نه وژل کېږي.
هغه زياته کړه: ((په تېرو دوو مياشتو کې په شمالي ولسواليو کې سلګونه سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه وسايط او جنګي مهمات طالبانو ته په لاس ورغلل چې اوس يې د دولت په وړاندې په روانو جګړو کې استعمالوي.))
تر دې مخکې د موسى کلا ولسوال محمدشريف پژواک خبري اژانس ته ويلي وو چې له تېرو پنځو ورځو راهيسې دوى کلابند وو، د مرستې ډېرې چيغې يې وکړې، خو څوک يې مرستې ته نه ورغلل.
د هغه په وينا چې تېره شپه وسله والو طالبانو پرې ډله ييز بريدونه وکړل او تر سخت مقاومت وروسته يې د ولسوالۍ ودانۍ، امنيه قومانداني او د دې ولسوالۍ روغتيايي مرکز طالبانو ته خوشي کړي دي.
محمدشريف زياتوي چې د تېرې شپې په جګړه کې يو شمېري پوليس وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي خو د وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
د هغه په وينا، د ملي اردو ځواکونو او وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري او زياتوي چې د دوى مهمات او خوراکي توکي خلاص شوي او د تېښتې لاره هم نه لري.
ولسوال وايي چې د ولايت ټول مسوولين يې له ستونزو او حالاتو خبر کړي خو تر دې مهاله ورسره کومه مرسته نه ده شوې، په داسې حال کې چې سلګونه طالبان د ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي.
شريف وويل چې که په همدې څو ساعتونو کې ورته مرسته ونه رسېږي دوى د جنګ توان له لاسه ورکوي او کېداى شي خطرناکې پايلې ولري.
د يادونې ده، څو کاله مخکې هم وسله والو طالبانو څو وارې د موسى کلاولسوالي نيولې وه، چې وروسته دولتي ځواکونو بېرته ونيوله.
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي، پژواک اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې د موسى کلا په جګړه کې يې ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ده زياته کړه، دغه راز په دې جګړه کې د دوى پنځه تنه هم وژل شوي او ١١ نور ټپيان دي.
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.