د ولايتي شوراګانو ټاکنې

پلخمري (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د بغلان په دهنۀ غوري ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠ امنيتي ځواکونه د وسله والو په محاصره کې دي او شکايت کوي چې هېڅ مرسته ورته نه ده رسېدلې.
دا شمېر ملي او سيمه ييز پوليس د بغلان د دهنۀ غوري ولسوالۍ  بازار پوستک سيمې ته څېرمه په څلورو امنيتي پوستو کې د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
د دې امنيتي پوستو قوماندان عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل: "درې شپې او ورځي په جګړه اخته يو، څومره چې مو مرسته وغوښته والي او امنيه قوماندان مرسته نه کوي."
هغه ګواښ وکړ چې د طالبانو کلابندي رانږدې کېږي او که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي د طالبانو لاس ته به ورشي.

باميان (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د دايکنډي ولايتي شورا د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، دا کسان دومره پياوړي شوي چې يو شمېر پوليس يې نيولي او وسلې يې ترې اخيستې دي.
د ولايتي شورا غړى هادي رحيمي زاده وايي چې په دې وروستيو کې لسګونو وسله والو کسانو د يوه کمين په ترڅ کې ٢٣ پوليس منسوبين له رينجر موټرو او وسلو سره په اشترلي ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله وال د "پسران مُبلغ" په نوم يوې ډلې پورې تړاو لري چې دوه پوليس يې هم ټپيان کړي دي.

مزارشريف ( پژواک، ٨ وږى ٩٤ ) : بلخ د ولايتي شوار مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې مالي فساد، قوم پالنه، ګوند پالنه او د فساد نور اړخونه له زغم څخه وتلي دي.
د ولايتي شوار رييس محمد ابراهيم خيراندېش دغه څرګندونې د وږي په ۸مه، د پراختيايي او ټولنيزو خدمتونو موسسې او د بلخ ولايتي شورا په نوښت د بلخ ولايت د دولتي ادارو د حساب ورکولو په موخه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د جلرېز پېښې حقيقت موندونکي پلاوي موندني ښيي، چې په دې پېښه کې د ميدان وردګو ولايت شپږ امنيتي مسوولين ښکېل او تورن پېژندل شوي دي.
نږدې دوه مياشتې وړاندې (د چنګاښ په ١١مه) د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ باندې د وسله والو مخالفينو په بريد کې، ١٢ امنيتي پوستې د دولت له کنټروله بهر شوې او په پايله کې يې ٢٤ سيمه ييز پوليس هم ووژل شول؛ له هغه وروسته يادې ټولې پوستې يو ځل بيا ونيول شوې او په ترڅ کې يې د طالبانو د درېيو قوماندانو په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي دي.

پلخمري (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د بغلان ولايت د مدني ټولنو شبکې اجرائيوي مشر د ولسي جرګې د يوه غړي د ادعا په سبب نيول شوى او د ولايتي شورا د يوه غړي کسانو د سيمه ييزو پوليسو يوه ډله بې وسلې کړې ده.
د بغلان د مدني ټولنو شبکې اجرايوي مشر عاطف عارفيان ورور محمد فروغ د پلخمري ښار لومړۍ ناحيه کې د ولسي جرګې د غړي عاشق الله وفا ورور د پښې په برخه کې پر ډزو ټپي کړ.
د دې شخړې او ډزو لامل پخوانۍ دښمني بلل شوې او بريدګر تښتېدلى دى.
د عارفيان ورور او د وفا ساتونکي دوه کاله وړاندې يو بل په چاکو ژوبل کړي وو.

کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د کندهار ولايتي شورا وايي، د خلکو د  شکايتونو پر بنسټ به د دولتي ادارو د هغو مامورينو پر ضد قانوني اقدام وکړي چې په فساد کې ښکېل دي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي چې د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کې يې پر دې او يو شمېر نورو ستونزو او د هغو پر حل لارو خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو ولايتي شورا ته په يو شمېر دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه شکايت کړى او ويلي يې دي چې يو شمېر مامورين د خلکو کارونه ځنډوي او يا هم د کار په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي.

لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۹۴): د هلمند ولايتي شورا او مدني بنسټونه وايي چې حکومت په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره مشخصه کړنلاره نه لري؛ ځکه يې هره ورځ د نا امنيو کچه لوړېږي.
د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه تېره شپه د (هلمند څنګه ژرغولى شو) تر نامه لاندې خوځښت پيل شو.
د دغه خوځښت او د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل وويل چې په دې وروستيو کې په ټول هلمند خو په ځانګړې توګه په شمالي ولسواليو کې امنيتي حالات تر پخوا ډېر ترينکلي شوي دي.
د هغه په اند، حکومت په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره روښانه کړنلاره نه لري نو ځکه ورځ تر بلې امنيت په خرابېدو دى.

جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۴): په ننګرهار ولايت کې د "ښځو د مشرۍ د پراختيا پروګرام چارې پيل کړې چې لوستو مېرمنو ته به د رهبرۍ کولو په برخه کې زده کړې  ورکوي.
دغه پروګرام چې د امريکا د مرستندويې ادارې يا "يو اېس ای ډي" له لوري تمولېږي، په کابل، ننګرهار، هرات بلخ او کندهار ولايتونو کې به په دريو مياشتو کې ۲۵ زره مېرمنو ته زده کړې ورکړي.
د مېرمنو د رهبرۍ د پراختيا دفتر مسوولې نبيلا قادري د وږي په اوومې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې به په ياد پروګرام کې ۱۵سوه لوستې مېرمنې او د دولسمو ټولګيو فارغانې تر زده کړو لاندې ونيسي.

Pages

Subscribe to د ولايتي شوراګانو ټاکنې