Illegal armed men’s influence growing in Daikundi: PC member

باميان (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د دايکنډي ولايتي شورا د ناقانونه وسله والو د شتون په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وايي، دا کسان دومره پياوړي شوي چې يو شمېر پوليس يې نيولي او وسلې يې ترې اخيستې دي.
د ولايتي شورا غړى هادي رحيمي زاده وايي چې په دې وروستيو کې لسګونو وسله والو کسانو د يوه کمين په ترڅ کې ٢٣ پوليس منسوبين له رينجر موټرو او وسلو سره په اشترلي ولسوالۍ کې نيولي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا وسله وال د "پسران مُبلغ" په نوم يوې ډلې پورې تړاو لري چې دوه پوليس يې هم ټپيان کړي دي.
د ولايتي شورا دې غړي زياته کړه چې وسله والې ډلې تر ډېره پخوانيو جهادي ګوندونو اړوند دي چې د کورنيو جګړو له امله دې ته اړ شوي دي څو وسله والې ډلې جوړې  او دايکنډي ناامنه کړي.
رحيمي زياته کړه چې خدير، سنګ تخت بندر او اشترلي ولسوالۍ په دې وروستيو کې زياتې نا امنې شوې دي او ولايتي شورا مخکې ګواښ کړى و چې د نا امنيو ملاتړ کوونکي لاملونه په ولسي جرګه او حکومت کې دننه شتون لري او که ناقانونه وسله والې ډلې کابو نه شي، دايکنډي به نور هم نا امنه شي.
د دايکنډي امنيه قوماندان سمونمل خداداد اګاه وويل، کله چې دا ٢٣ پوليس منسوبين د دايکنډي له مرکز څخه د اشترلي ولسوالۍ د وضعيت څېړلو لپاره سيمې ته واستول شول، وسله والو ډلو ته راپور ورکړل شو او هغوى کمين ونيو.
نوموړي زياته کړه: "چې د پوليسو د تګ په اړه چا د امنيې قوماندانۍ له دننه يا بهر غيرقانوني وسله والو ته راپور ورکړى و چې پر بنسټ يې پوليس ونيول شول."
سمونمل اګاه وويل چې  د اشترلي ولسوال له ناقانونه وسله والو سره د مذاکرې لپاره واستول شو چې پوليس خوشي شول او وروسته بيا رينجر موټر امنيې قوماندانۍ ته وسپارل شول، خو له پوليسو ترلاسه شوې وسلې او مهمات يې ورنه کړل.
امنيه قوماندان زياته کړه چې په دې اړه له ولايت، امنيې قوماندانۍ او نظامي څارنوالۍ څخه يو پلاوي ته دنده سپارل شوې څو د موضوع له څېړنې وروسته خپل راپور بشپړ او وړاندې کړي.
هغه ادعا وکړه چې د دايکنډي امنيې قوماندانۍ په اډانه کې ٩٠ سلنه پوليس سياسي ګوندونو اړوند دي او وروستۍ نا امنۍ، په نيغه توګه په ولسي جرګه کې د دايکنډي يو شمېر وکيلانو له کابل څخه  د سياسي ګوندونو او د دايکنډي د ولايتي شورا غړو له لوري رهبري کېږي.
امنيه قوماندان په ځانګړې توګه د چا نوم وا نه خيست ويې ويل چې د دايکنډي وکيلانو دوه مياشتې وړاندې د تحصن په ترسره کولو ګواښ کړى و چې د نوي والي په راتګ سره به ناامنۍ زياتې شي او اوس دا خوځښتونه د والي د رسوا کولو لپاره په لار اچول شوي دي.
اعتراض کوونکو چې د تحصن خېمه يې  کابو يوه نيمه مياشت دوام وموند، ويل يې چې حکومت د خلکو غوښتنې له پام څخه غورځولي دي او په دايکنډي ولايت يې ښځه والي تپلې ده، په افغاني ټولنه کې ښځې کار نه شي کولى، دا چې دايکنډي محروم دى، بايد داسې کس راغلى واى چې کاري پياوړتيا يې درلوداى.
خو معصومه مرادي چې د روان کال د زمري مياشت په لومړيو کې د دايکنډي والي په توګه معرفي شوه، په خپله وينا کې يې وويل، چې ښځې هم د کار کولو توان او استعداد لري او هغه له وتلو څېرو، قومي مخورو او مدني ټولنو سره په مشورو کولو هڅه کوي چې د دايکنډي لپاره کار وکړي او د ښځو په ګډون د خلکو وضعيت ښه کړي.
د هېواد په کچه دې دويمې والي زياته کړه چې په دايکنډي کې ټول کارونه لومړيتوب لري هغه به  د دغه ولايت په پرمختګ کې له هېڅ راز هڅې او هاند څخه مخ ونه ګرځوي، دايکنډي يو له محرومو ولايتونو دى او په ټولو برخو کې  زيات کار ته اړتيا لري.
له بل لوري د ولسي جرګې غړي شېرين محسني وويل چې له بده مرغه وسله والې ډلې د نوي والې له راتګ څخه وړاندې هم په دغه ولايت کې له څو کلونو راهيسې فعاليت کوي چې شمېر يې لسګونو ډلو ته رسېږي.
هغه د چا له نوم اخيستو پرته وويل چې حکومت ته نږدې کسان ناقانونه وسله وال  چې د خلکو په ځورولو او رټلو کې لاس لري ملاتړ يې کوي او حکومت په دې برخه کې کمزورى ګام اخلي.
محسني، د سيمه ييز پخواني قوماندان محمدعلي صداقت کسان په خدير ولسوالۍ کې د پوهنې د يو کارکوونکي پر وژنې تورن کړل او زياته يې کړه چې صداقت له  څه مودې راهيسې د بادغيس لويې لارې قوماندان په توګه د کورنيو چارو وزارت له لوري ګومارل شوى دى.
د ولسي جرګې دې غړي وويل: "قانون بايد ټينګ شي او له حکومت څخه پوښتنه وشي چې د دې برحال جنرال کسانو د ناسمو اعمالو مخه نه نيسي؟"
صداقت چې د خلکو د ځورونې او شخصي زندان په درلودو تورن و، تېر کال له خپلو لسګونو کسانو سره د سولې له بهير سره يو ځاى شو.
د دغه قوناندان د نظر ترلاسه کولو موکه لاس ته را نه غله، خو هغه وړاندې ويلي وو، له دې کبله چې حکومت کې ځاى ورنه کړل شو او سيالانو ته يې څوکې ورکړل شوي دي، د ناراضه قوماندان په توګه يې فعاليت کاوه او پرې لګېدلي تورونه يې ردکړل.
د تېرې اوونۍ په لومړيو کې د خدير ولسوال عبدالقادر حيدري باندې هم يو بريد وشو.
د خدير ولسوال وويل چې هغه د پوليو واکسين د پرانيستې په موخه يو روغتيايي کلينيک ته تللى و چې يو شمېر ناپېژانده وسله والو پرې فزيکي بريد وکړ او هغه له خپلو ملګرو سره ژر له سيمې ووت او بايد د دايکنډي نظامي شورا دا موضوع له ځنډ پرته وڅېړي.
هغه زياته کړه چې همداراز يو شمېر وسله والو کسانو په دې ولسوالۍ کې د ولايتي شورا يو غړي لپاره کمين نيولى و چې د شورا غړى له وړاندې خبر شوى و او لار يې بدله کړه چې له کمين څخه وژغورل شو.
د حيدري په وينا، د اسحق اميري په نوم يوه وسلواله ډله جوړه شوه چې د دې ډلې په وړاندې ٣ نورې ناقانونه ډلې رامنځ ته شوې چې امنيتي وضعيت ورځ تر بلې ګډوډوي.
د خدير ولسوال وويل: "دا چې په دې ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت کنټرول کړو د دايکندي له امنيه قوماندانۍ څخه مو غوښتنه کړې چې نور امنيتي ځواکونه راواستوي."
د دايکنډي يوه فرهنګپال محمد حسين ابراهيمي وويل، که دولت غواړي چې د ناقانونه وسله والو ډلو مخه ډپ کړي بايد له کابل څخه کار پيل کړي او په دايکنډي کې د ناامنيو له عاملانو سره خبرې وکړي.
هغه زياته کړه: "خورا څرګنده ده چې په خدير، اشترلي او سنګ تخت بندر ولسواليو کې طالبان شتون نه لري او نه داعش، خو ډله ډپلو او ګوندي سياليو چې ټول يې د کابل ملاتړ له ځان سره لري، دايکنډي نا امنه کړى دى."
دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت وسله والو کسانو يو تن چې د ملي امنيت له لوري د ورانکارو کړنو په تور  په سنګ تخت ولسوالۍ کې نيول شوى و، خوشى کړ او د ملي امنيت دوه سرتېري او موټر چلوونکى چې ملکي کس و ټپي او بې وسلې کړل.
همداراز وسله والو کسانو په همدې ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ چې مرګ ژوبله يې نه درلوده، د دې تر څنګ يې دوه کسان د خدير ولسوالۍ له بغل کندو سيمې څخه وتښتول چې تر اوسه يې برخليک معلوم نه دى.
د دايکنډي اوسېدونکي محمدعلي وويل: "دايکنډي امن و او خلکو خپل روزګار کاوه، خو په دې وروستيو کې کندهار او هلمند ته غځېدلې لويې لارې هم ناامنه شوې دي او وسله وال کسان په ولسواليو کې خلک ځوروي."
هغه زياته کړه چې د امنيت ټينګښت د دولت دنده ده او بايد د نا امنيو مخه ونيسي څو دايکنډي د نورو ولايتونو په څېر ناامنه نه شي.
د يادونې ده، د روان کال په لومړيو کې د خدير ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکو د خپلسرو وسله والو کسانو له لوري د غلاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويل يې چې يوې وسله والې ډلې د سيمې امنيت ګډوډ کړى دى او په تېر يو کال کې په لسو ځايونو کې له خلکو پيسې اخيستې او هغوى ځورولي او رټلي دي.
هغوى زياته کړې وه، ډېرى دا غلاوې په کوتلونو کې ترسره شوې دي او د نغدو پيسو تر څنګ ان ساعتونه او د ښځو ګوتې هم غلا شوې دي، کوم فلاينکوچ موټرونه چې د دايکنډي له مرکز نيلي او اشترلي ولسوالۍ څخه خدير ته راځي ، د وسله والو غلو له خوا لوټل شوي دي.
 
 
 
 
 
 
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.