Add new comment

د جلرېز پېښه کې د ميدان وردګو شپږ امنيتي مسوولين ښکېل او تورن پېژندل شوي

کابل (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د جلرېز پېښې حقيقت موندونکي پلاوي موندني ښيي، چې په دې پېښه کې د ميدان وردګو ولايت شپږ امنيتي مسوولين ښکېل او تورن پېژندل شوي دي.
نږدې دوه مياشتې وړاندې (د چنګاښ په ١١مه) د ميدان وردګو په جلرېز ولسوالۍ باندې د وسله والو مخالفينو په بريد کې، ١٢ امنيتي پوستې د دولت له کنټروله بهر شوې او په پايله کې يې ٢٤ سيمه ييز پوليس هم ووژل شول؛ له هغه وروسته يادې ټولې پوستې يو ځل بيا ونيول شوې او په ترڅ کې يې د طالبانو د درېيو قوماندانو په ګډون لسګونه وسله وال وژل شوي دي.
دغه وضعيت د قربانيانو د کورنيو او مدني بنسټونو د سختو نيوکو، غونډو او لاريونونو لامل شو او دوى له دولته وغوښتل، چې د پېښې عامل وڅېړي او کومو کسانو چې په دې برخه کې بې پروايي کړې، له هغوى څخه په دې اړه پوښتنه وکړي.
خو د دې پېښې د څېړلو د ګومارل شوي پلاوي مشر او د ولسمشر اشرف غني سلاکار محمد يوسف پښتون، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د جلرېز پېښه ناڅاپي نه، بلکې د ميدان وردګو ولايت د سيمه ييزو امنيتي مسوولينو د نه همغږۍ او بې نظمۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
خو نوموړي د دې امنيتي مسوولينو د نومونو له اخيستو څخه ډډه وکړه.
ده زياته کړه، د يادې پېښې له رامنځ ته کېدو وړاندې، د ملي امنيت رياست د ولايت سيمه ييزو چارواکو ته په دې اړه له مخکې خبر ورکړى و.
د ميدان وردګو د ولايتي شورا مشر او د دې پلاوي يوه غړي احمد جعفري هم وويل: "په صراحت وايم چې د جلرېز پېښې تر شا د ميدان وردګو ولايت د امنيتي ځواکونو غفلت موجود وو."
نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه، هغه کسان چې په دې پېښه کې تورن پېژندل شوي، تر تعقيب لاندې ونيول او مجازات شي.
د ويلو ده، چې څلور ورځې وړاندې (د وږي په ٤مه) د ملي امنيت په شورا کې د يادې شوې پېښې راپور د حقيقت موندونکي پلاوي له لوري غونډې ته وړاندې شو او په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه، چې د جلرېز پېښې د پلاوي د څېړنې پايله دې ژر خپره او هم دې د هغو کسانو په اړه چې په دنده کې يې غفلت کړى، قانوني اقدام وشي.
دغه راز د ملي امنيت شورا لارښوونه کړې وه، چې د دغې پېښې په تړاو د سيمه ييزو پوليسو د پرسونل د وطن دوستۍ د احساس، مېړانې او سرښندنې ستاينه دې وشي .  
 
 
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.