Add new comment

Kabul has no viable security plan for Helmand: Speakers

لښکرګاه (پژواک، ۷ وږی ۹۴): د هلمند ولايتي شورا او مدني بنسټونه وايي چې حکومت په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت لپاره مشخصه کړنلاره نه لري؛ ځکه يې هره ورځ د نا امنيو کچه لوړېږي.
د هلمند د امنيت د ټينګښت په موخه تېره شپه د (هلمند څنګه ژرغولى شو) تر نامه لاندې خوځښت پيل شو.
د دغه خوځښت او د هلمند د ولايتي شورا مشر محمدکريم اتل وويل چې په دې وروستيو کې په ټول هلمند خو په ځانګړې توګه په شمالي ولسواليو کې امنيتي حالات تر پخوا ډېر ترينکلي شوي دي.
د هغه په اند، حکومت په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره روښانه کړنلاره نه لري نو ځکه ورځ تر بلې امنيت په خرابېدو دى.
د اتل په وينا، د هلمند په ګډون په ټول هېواد کې د امنيت د ټينګښت په موخه بايد حکومت د وسله والو مخالفينو پر وړاندې غوڅ دريځ ولري، د ځواکونو تر منځ بايد همغږي ډېره شي او خلکو ته دې له قانون سره سم امکانات او خدمات برابر کړاى شي.
نوموړى وايي چې دغه نوى خوځښت به د امنيت د ټينګښټ په برخه کې حکومت ته طرحې او مشورې ورکوي.
هغه زياته کړه: ((موږ اول د رسنيو له لارې له حکومت نه غوښتنه کوو چې د هلمند امنيت ټينګ کړي که چېرې دا کار يې ونه کړ نو بيا به د هلمند ځوانان په  کابل کې پر لاريونونو لاس پورې کړي.))
دغه راز د هلمند د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشيراحمد شاکر وويل: ((مرکز له هلمند سره د مور او میرې چلند کوي، د نورو ولایتونو کوچنۍ موضوع ډېره لویه نیسي، خو هلمند چې څو کاله کېږي اور په کې بل دى هېڅ پاملرنه يې  ورته نه ده کړې.))
د ده په وينا، څو ورځې وړاندې يې په هلمند کې د امنيت د ټينګښت په موخه د حکومت له اجرائيه مشر عبدالله عبدالله او نورو حکومتي مشرانو سره ليدلي دي.
هغه وايي، يادو کسانو ورسره ژمنه کړې چې د هلمند د امنيتي وضعې په اړه به د وزيرانو په شورا کې بحث کوي.
خو هغه وايي: ((تر هغه ځايه چې زه معلومات لرم، په وزيرانو شورا کې دغه مسئله هېڅ نه ده مطرح شوې او چارواکو هېره کړې ده.))
په دې غونډه کې د هلمند د مدني ټولنې مشر سردارمحمد همدرد وویل چې حکومت بايد دغه ولايت ته جدې پاملرنه وکړي، په رهبري کې دې مثبت بدلون راولي، امنيت دې ټينګ کړي او د وړتيا له مخې دې چارواکي ورته وټاکي.
د هغه په وينا، دغه نوى خوځښت په شخصي لګښت د هلمند د خلکو د ژغورنې لپاره هلې ځلې کوي.
د هلمند پوهنتون استاد نوراحمد ایمل وویل چې د هلمند اوسېدونکي د نا امنيو تر څنګ د ژوند نورو چارو ته هم اړين لاسرسى نه لري.
هغه زياته کړه: ((د هلمند خلک له نا امنيو ځورېږي، د ژوند نورې اسانتیاوې هم نه لري، د پوهنتون ودانۍ نشته، د پوهني بهیر پڅ دى اقتصادي پروژې نشته او د بې کارۍ کچه يې هم ورځ تر بلې لوړېږي.))
يادو کسانو داسې مهال د هلمند د نا امنيو په اړه اندېښنې وښودې چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبانو د دغه ولايت موسى کلا او نوزاد ولسوالۍ نيولې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.