Add new comment

ده ها تن از نيروهاى امنيتى در بغلان در محاصرۀ طالبان قرار دارند

پلخمري (پژواک، ٨ وږى ٩٤): د بغلان په دهنۀ غوري ولسوالۍ کې شاوخوا ٣٠ امنيتي ځواکونه د وسله والو په محاصره کې دي او شکايت کوي چې هېڅ مرسته ورته نه ده رسېدلې.
دا شمېر ملي او سيمه ييز پوليس د بغلان د دهنۀ غوري ولسوالۍ  بازار پوستک سيمې ته څېرمه په څلورو امنيتي پوستو کې د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
د دې امنيتي پوستو قوماندان عبدالرحيم پژواک خبري اژانس ته وويل: "درې شپې او ورځي په جګړه اخته يو، څومره چې مو مرسته وغوښته والي او امنيه قوماندان مرسته نه کوي."
هغه ګواښ وکړ چې د طالبانو کلابندي رانږدې کېږي او که بېړنۍ مرستې ور ونه رسېږي د طالبانو لاس ته به ورشي.
د بغلان ولايتي شورا غړي بسم الله عطاش هم د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل چې په دې پوستو کې امنيتي ځواکونه په لوړ مورال جګړه کوي او تر اوسه يې دوه کسان ټپيان شوي هم دي، دا موضوع يې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې ده، هغوى د مرستې ټټر وهلى، خو تر اوسه يې کوم اقدام نه دى کړى.
عطاش زياته کړه: "ځمکنۍ او يا هوايي مرستې دې وشي، له دې پرته به د بدخشان خونړۍ پېښه چې طالبانو د ملي اردو سرتېرو سرونه پرې کړي وو، تکرار شي."
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي ويلي دي چې افغان امنيتي ځواکونه اکمال شوي او په بد حالت کې نه دي او ډېر ژر به نور مرستندويه ځواکونه سيمې ته ورسېږي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.