Add new comment

افراد يک عضو شوراى ولايتى، گروپى از پوليس محلى را خلع سلاح نمودند

پلخمري (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د بغلان ولايت د مدني ټولنو شبکې اجرائيوي مشر د ولسي جرګې د يوه غړي د ادعا په سبب نيول شوى او د ولايتي شورا د يوه غړي کسانو د سيمه ييزو پوليسو يوه ډله بې وسلې کړې ده.
د بغلان د مدني ټولنو شبکې اجرايوي مشر عاطف عارفيان ورور محمد فروغ د پلخمري ښار لومړۍ ناحيه کې د ولسي جرګې د غړي عاشق الله وفا ورور د پښې په برخه کې پر ډزو ټپي کړ.
د دې شخړې او ډزو لامل پخوانۍ دښمني بلل شوې او بريدګر تښتېدلى دى.
د عارفيان ورور او د وفا ساتونکي دوه کاله وړاندې يو بل په چاکو ژوبل کړي وو.
د بغلان د مدني ټولنو شبکې اجرائيوي مشر ادعا کوي چې له دې پېښې وروسته تېره شپه ٩:٠٠ بجې عاشق الله وفا له خپلو لسګونو وسله والو سره د ده د کور دروازې ته راغلى او غوښتل يې په ښکنځلو سره ورننوځي، لسګونه مرمۍ يې فير کړې چې له امله يې د ده د کور وسايل مات شوي او دروازه يې سورۍ شوې ده.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى له وېرې د ګاونډي کور ته وتښتېدل، پوليس راغلل، دى او د ده بل ورور خالد يې ونيول.
عارفيان چې په امنيې قوماندانۍ کې يې خبرې کولې، وويل چې دا کار د قانون خلاف دى، ځکه چې جرم فردي دى او پوليس بايد د ده له تښتېدلي ورور نه پوښتنې وکړي.
د بغلان د مدنې ټولنو شبکې اجرايي مشر وويل:((له وفا بايد پوښتنې وشي چې ولې يې زموږ پر کور بريد وکړ او ډزې يې وکړې.))
خو عاشق الله وفا ادعا کوي:((ما د سيند پر غاړه لمبل، کله مې چې کالي ويستل د عارفيان د کسانو له خوا ډزې وشوې، ځان مې نهر ته ګوزار کړ، وروسته مې پوليس خبر کړل او له  پوليسو سره يو ځاى د عارفيان کور ته ولاړم، د هغه کور مې ور په ګوته کړ، هماغه و چې عارفيان د خپل کور له انګړ نه ډزې کړې، دوه طرفه ډزې وشوې او ما هم ساحه پرېښوده.))
هغه وويل چې عارفيان ملامت دى او بايد ترې پوښتنې وشي.
خو د عارفيان مور ملالۍ نوري نن يوې خبري غونډې ته وويل چې وفا له دې سره په ټيلېفون اړيکه ونيوه چې زوى يې ده ته وسپاري، خو هغې وويل چې په کور کې نشته که چېرې يې زوى ملامت وي، هغه به پوليسو ته وسپاري، هماغه و چې وفا او کسانو يې زما په کور بريد وکړ، کور يې تلاشي کړ او د کور مېرمنې وتښتېدلې.
خو دې مور زياته کړه: ((زه د عدالت غوښتونکې يم چې ولې د ولسي جرګې يو غړى زموږ کور ته  داخل شو او ډزې يې وکړې؟ موږ اهل قلم يو، وسلې نه لرو، پوليسو څنګه زما دوه زامن يوړل؟ هغه بايد خوشي کړي.))
د بغلان د مدني ټولنو شبکې د عدالت غوښتنې کمېټې مشر محمدعمثان شېرزي هم د عاشق الله وفا عمل غير قانوني وباله او ويې ويل چې دوى بايد له قانون نه کار اخيستى وى.
هغه زياته کړه چې عارفيان بايد خوشى شي، ځکه چې ملامت نه دى.
خو د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالجبار پردلي وويل چې عارفيان او وروڼه يې د عاشق الله وفا د ادعا پر بنسټ چې پر دوى يې ډزې کړې، نيول شوي دي.
د پردلي په خبره، د عارفيان بل ورور تښتېدلى چې هغه هم تر تعقيب لاندې دى، د وفا اظهارات يې هم اخيستي او ورڅخه څېړنه کوي.
له بلې خوا بيا ځايي خلک وايي چې د بغلان د ولايتي شورا د غړي علم جان مجاهد زوى شېرخان مجاهد د پلخمري په چشمه شېر سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر ډزې کړې، د يوې پوستې شپږ پوليس يې بې وسلې کړي او وسلې يې له يوه پوليس سره وړې دي.
د دغه عمل په غبرګون کې د سيمه ييزو پوليسو خپلوانو لاريون کړى او د پلخمري- مزارشريف لويه لار يې په چشمه شېر سيمه کې د دوو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
د محمد خان په نوم يوه معترض وويل چې علم جان مجاهد او زوى يې لسګونو کسانو ته وسلې ورکړې، د خلکو ځمکې او هټۍ يې غصب کړې او کله چې پوليسو د هغوى د دې غير قانوني کار د مخنيوي هڅه وکړه، نو پوليس يې بې وسلې کړل.
هغه ګواښ وکړ او وويل: ((که چېرې د ولايتي شورا د دغه غړي دا ډول خپل سرې کړنې دوام پيدا کړي، نو خپلو لاريونونو ته به دوام ورکړو.))
خو شېرخان مجاهد وويل چې خلک له دې پوستې نه په تکليف وو او ترې ځورېدل، ځکه خو يې دا کار کړى دى.
د ده په خبره، څو ځله يې ولايت او  امنيې قوماندانۍ ته شکايت کړى، خو پاملرنه ورته نه ده شوې. تېره ورځ له سيمه ييزو پوليسو سره ښکېل شو او هغه يې بې وسلې کړل، خو کوم پوليس يې چې له ځان سره وړي وو، نن يې را خوشي کړل.
امنيتي چارواکو له پرلپسې اړيکو وروسته هم په دې اړه څه ونه ويل او د محمد علم مجاهد د نظر پر اخيستلو هم ونه توانېدو.
خو د بغلان ولايتي شورا محمد صفدر محسني وويل چې موضوع به په جدي ډول تعقيب کړي او که چېرته علم جان مجاهد ملامت وي، نو تصميم به ونيسي چې د خلکو له ځورولو لاس واخلي.
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.