Add new comment

خيراندېش : د بلخ دولتي ادارو کې فساد، قوم پالنه او ګوند پالنه  له زغمه وتلي

مزارشريف ( پژواک، ٨ وږى ٩٤ ) : بلخ د ولايتي شوار مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په دولتي ادارو کې مالي فساد، قوم پالنه، ګوند پالنه او د فساد نور اړخونه له زغم څخه وتلي دي.
د ولايتي شوار رييس محمد ابراهيم خيراندېش دغه څرګندونې د وږي په ۸مه، د پراختيايي او ټولنيزو خدمتونو موسسې او د بلخ ولايتي شورا په نوښت د بلخ ولايت د دولتي ادارو د حساب ورکولو په موخه د جوړې شوې غونډې په څنډه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
د حساب ورکولو په دغه غونډه کې چې د بلخ ولايت د مدني ټولنو فعالينو تر څنګ عامو خلکو هم برخه اخيستې وه، د کرنې، پوهنې، روغتيا او د ښځو چارو رياست مسوولينو ته د حساب ورکولو لپاره بلنه ورکړل شوې.
د ياد پروګرام تنظيمونکي او په بلخ کې د پراختيايي او ټولنيزو چارو موسسې مسوول سيد نوين سادات پژواک ته وويل، چې دوی په دولتي ادراو کې د فساد د مخنيوي په موخه د يادې غونډې د جوړېدو تابيا کړې ده.
نوموړي زياته کړه، چې د دولتي کارکوونکو د حساب ورکولو لړۍ په خلکو کې پر دولت باور زياتوي.
د هغه په وينا، دوی تر دې دمه د بلخ ولايت د روغتيا، پوهنې او ښځو چارو رياست په اړه له فساد سره د مبارزې په تړاو دوه څېړنې کړي، چې د دغو رياستونو په ځينو برخو کې د فساد شتون په ډاګه کوي.
سادات د بېلګې په توګه د روغتيا رياست په ملکي روغتون کې د نوکريوالانو نه شتون او همداراز د بلخ ولايت د ولسواليو په کلينيکونو کې د تاريخ تېر درملو ورکړې يادونه وکړه.
د ولايتي شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش د دولتي کارکوونکو د حساب ورکولو د ياد پروګرام په اړه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په رابلل شويو رياستونو کې يواځې د پوهنې رياست خپل استازی د حساب ورکولو لپاره استولی و.
نوموړي زياته کړه: ((موږ څلور ورځې وړاندې ځينو رياستونو ته رسما د يادې غونډې له لارې خلکو د حساب ورکولو بلنه ورکړې وه؛ د روغتيا، کرنې او ښځو چاور رياست مسوولينو نه راتګ په دې مانا دی، چې په دغو ادارو کې فساد له چتې وتلی دی.))
د هغه په وينا، د بلخ ولايت ډېری اوسېدونکي د پوهنې او روغتيا رياستونو له چلند او په کې هراړخيز فساد څخه ولايتي شورا ته شکايتونه کړي دي.
خيراندېش وويل، چې په پوهنې رياست کې د پيسو په بدل کې د ښوونکو په دنده ګومارنه په عامه چاره بدله شوې ده.
نوموړي همداراز په روغتيا رياست تور ولګاوه، چې ډاکټران يې مريضان شخصي روغتونونو ته په ورتګ مجبوروي.
د بلخ ولايت د پوهنې رياست د څارنې عمومي مدير عبدالغفار دشتي، چې په ياده غونډه کې يې د پوهنې رياست په استازيتوب برخه اخيستې وه، په دغه رياست کې د اداري فساد شتون رد کړ.
د ولايتي شورا رييس خيراندېش په عمومي توګه د بلخ ولايت په دولتي ادارو کې د فساد په شتون ټينګار وکړ.
د ولايتي شورا رييس وويل، چې په بلخ ولايت کې هم مالي فساد شتون لري او لا هم په ادارو کې خلک د ګوند، قوم او واسطو په پر بنسټ ګومارل کېږي.
نوموړي زياته کړه، دوی هڅه کوي چې دولتي کارکوونکي خلکو ته په حساب ورکولو روږدي کړي، چې له لارې يې د فساد په مخنيوي کې مرسته کړې وي.
د هغه په وينا، دوی دنده لري، چې د خلکو او حکومت تر منځ د پل په توګه کار وکړي او د حکومتي ادارو د چارو څارنه په سمه توګه وکړي.
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.