Add new comment

"د رهبرۍ په پوستونو کې دې مېرمنو ته ونډه ډېره شي"

جلال اباد (پژواک، ۷ وږی ۹۴): په ننګرهار ولايت کې د "ښځو د مشرۍ د پراختيا پروګرام چارې پيل کړې چې لوستو مېرمنو ته به د رهبرۍ کولو په برخه کې زده کړې  ورکوي.
دغه پروګرام چې د امريکا د مرستندويې ادارې يا "يو اېس ای ډي" له لوري تمولېږي، په کابل، ننګرهار، هرات بلخ او کندهار ولايتونو کې به په دريو مياشتو کې ۲۵ زره مېرمنو ته زده کړې ورکړي.
د مېرمنو د رهبرۍ د پراختيا دفتر مسوولې نبيلا قادري د وږي په اوومې پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې به په ياد پروګرام کې ۱۵سوه لوستې مېرمنې او د دولسمو ټولګيو فارغانې تر زده کړو لاندې ونيسي.
ده زياته کړه: ((زموږ هدف دا دی چې مېرمنې بايد د رهبرۍ جوګه شي او نور دا غږ ونه شي چې مېرمنې نه شي کولی چې چارې رهبري کړي.))
هغې يادونه وکړه چې دا پرواګرام جوانه نومېږي او د هېوادو په پنځو سترو ولايتونو کې پيل شوو.
نبيلا قاري زياته کړه: ((موږ د دې پروګرام د ګډونوالو لپاره شرايط لرو، عمرونه يې بايد له ۱۸ تر ۳۰ کلونو وي او تر دولسمو ټولګيو فارغې وي، نو وروسته ورته درې مياشتې زده کړې ورکوو څو د رهبرۍ پر لارو چارو پوهې شې.))
اخوا د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني پژواک ته وايي، چې دغه پروګرام کولی شي مېرمنې پر ځان ويسا کړي څو پر مهمو پوستونو کار وکړي.
عمراني وايي: ((پخه حکومتي پوستونو کې د مېرمنو ونډه ښه ده، خو موږ هيله لرو، چې د رهبرۍ په پوستونو کې ډېره ونډه ورکړل شي.))
بلخوا د ننګرهار د ولايتي شورا غړې حميرا رفيع پژواک اژانس ته وويل چې تېرو جګړو له امله يو زيات شمېر مېرمنې نه دي توانېدلي چې ليک او لوست وکړي نو  اوس چې ورته د زده کړو زمينه برابره ده، دغسې پروګرامونه به يې سويې نورې هم لوړې کړي.
د هغې په وينا: ((دا پروګرام به د مېرمنو د وړتيا، پرځان د ويساتوب او سويې د لوړېدو لپاره ډېره ګټوره ده ، زه خوشاله يم چې نړيوال په دې برخه کې همکاري کوي.))
د ولايتي شورا دې وکيلې نيوکه وکړه چې د مېرمنو په نومونو يو شمېر پروژې اخيستل کېږي، خو ګټه يې مېرمنو ته نه رسېږي ولې د دې په وينا د ښځو د رهبرۍ د پراختيا پروژه به ډېره ګټوره ثابته شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.