Add new comment

Kandahar council warns corrupt officials of action

کندهار (پژواک، ٧ وږى ٩٤): د کندهار ولايتي شورا وايي، د خلکو د  شکايتونو پر بنسټ به د دولتي ادارو د هغو مامورينو پر ضد قانوني اقدام وکړي چې په فساد کې ښکېل دي.
د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي چې د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کې يې پر دې او يو شمېر نورو ستونزو او د هغو پر حل لارو خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه، د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکو ولايتي شورا ته په يو شمېر دولتي ادارو کې د فساد له شتون څخه شکايت کړى او ويلي يې دي چې يو شمېر مامورين د خلکو کارونه ځنډوي او يا هم د کار په بدل کې د پيسو غوښتنه کوي.
نوموړي په دې برخه کې د کومې ادارې نوم ياد نه کړ، خو ويې ويل چې په فساد کې د ښکېلو مامورنيو پر ضد به قانوني اقدام وکړي.
هغه وويل، هڅه کوي د دغه راز مامورينو د فساد موارد تثبيت او وروسته يې اړوندو ادارو ته ور وپېژني.
خاکرېزوال وويل چې د ولايتي شورا په غونډه کې د خلکو د شکايتونو پر بنسټ د ډوډۍ او غوښو پر بيو هم خبرې وشوې.
ده زياته کړه، لا هم نانوايان او قصابان د ښاروالۍ له خوا له جوړې شوې لايحې سرغړونه کوي او په لوړه بيه توکي پلوري.
ده وويل، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکې يکشنبې په ورځ د ولايتي شورا په نوبتي غونډه کې د ښار له قصابانو او نانوايانو سره په دې اړه خبرې وشي، څو ټاکل شوې لايحه په بشپړه توګه عملي شي.
د ولايتي شورا د نوبتي غونډې له پاى ته رسېدو وروسته د شورا غړو د کندهار لپاره د ملي امنيت له نوي ټاکل شوي رييس تورن جنرال قدر محمد سره وليدل.
د ملي امنيت رييس تورن جنرال قدر محمد وويل چې د ولايتي شورا غړي د ولس استازي دي او هغوى کولاى شي د دولت او خلکو تر منځ اړيکې ښې کړي.
هغه زياته کړه، دغه راز د ولايتي شورا غړي کولاى شي له خپلو اړيکو په کار اخيستنې د سولې لپاره هم کار وکړي او هغه خلک چې د نظام پر ضد په جګړه بوخت دي، له جګړې لاس په سر کړي.
د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وويل چې د شورا استازي به د سولې او ثبات په راوستو کې د ملي امنيت له ادارې سره همکار وي او د خلکو او دولت تر منځ د واټن په کمولو کې به هڅې کوي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.