Add new comment

خير انديش: اختلافات  ميان رهبران حکومت عامل بزرگ نا امنى و فساد در کشور است

مزارشريف (پژواک، ٥ وږى ٩٤): د  بلخ ولايت د ولايتي شورا رييس وايي چې د حکومت د مشرانو تر منځ اختلاف په هېواد کې د نا امنۍ او اداري فساد د ډېرېدو ستر لامل دی.
د ولايتي شورا مشر محمدابراهيم خير اندېش په مزارشريف ښار کې د يوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې ورځ تر بلې په هېواد کې نا امني او اداري فساد مخ په ډېرېدو دي.
نوموړي زياته کړه چې په افغانستان غوندې هېواد کې امنيت تر ټولو جدي اړتيا ده؛ خو د دې خاورې خلک ترې برخمن نه دي.
د هغه په وينا، لا هم د امنيت راوستو او د فساد د مخنيوي لپاره لازمې هڅې نه دې شوې؛ که نه ضرور به يې نتيجه ورکوله.
خيراندېش وويل: ((د حکومت رهبران چې د فساد د مخنيوي او د امنيت راوستو دندې لري، همدوی د اداري فساد او ناامني د زياتوالي اصلي عاملين دي.))
نوموړي زياته کړه، کله چې د حکومت مشران په خپلو مخالفتونه سره وپالي؛ نو د ولس باور پرې له منځه ځي او دغه هر څه د دې لامل کېږي چې په هېواد کې ناامني او فساد زيات شي.
د هغه په وينا، د همدغسې حالاتو له امله افغانان اوس د خپل حکومت له مشرانو هغه تمې نه لري؛ لکه د حکومت د جوړېدو پر مهال چې يې لرلې.
د ولايتي شورا رييس وويل، د خلکو غوښتنه همدا ده چې د حکومت مشران دې لومړی په خپلو کې سره جوړ شي، په وړو وړو مسايلو دې ستر مخالفتونه نه کوي.
نوموړي زياته کړه چې د افغانانو له ټولو ستره او جدي غوښتنه د امنيت راوستل دي چې د حکومت مشران ورته له خپل منځي مخالفتونو وروسته کار کولی شي.
هغه دې مسئلې ته هم اشاره وکړه چې په داسې حالاتو کې بايد ولس هم له حکومت سره مرسته وکړي او د خپل وطن د يوازې پرېښودو په فکر کې نه شي.
خيراندېش وويل، ځينې اوازې يې اورېدلې چې يو شمېر ځوانان او ځيني پانګوال د هېواد د پرېښودو په تکل دي چې په دغسې حالاتو کې دغه ډول کړنې د وطن پر زيان دي.
نوموړي زياته کړه چې ولس او د حکومت مشرانو دواړو اړخونو ته بويه چې لاس په لاس وړاندې لاړ شي او افغانستان له شته حالاتو وژغوري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.